د ګوادر برید ته د شهباز شریف غبرګون: د پاکستان خلاف ټولې کورنۍ او بهرنۍ دسیسې به ختمې کړو

د پاکستان لومړی وزیر د بلوچستان په ګوادر بندر کې پروني برید ته په غبرګون کې وايي، چې د خپل هېواد د امنیت خلاف ټولې کورنۍ او بهرنۍ دسیسې به له منځه یوسي. شهباز شریف زیاتوي چې دا ډول بریدونه د پاکستان اقتصادي پرمختګ زیانموي او ولس له ستونزو سره مخ کوي.
د پاکستان پوځ وايي، دغه برید یې د ټولو اتو وسلوالو په وژلو سره شنډ کړی او په مقابل کې یې یو سرتېری وژل شوی دی.
د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې، شهباز شریف هم دې برید ته په ځواب کې د پوځ هڅې ستايي.
خو بلوځ ازادیپال پوځ چې د پروني برید مسوولیت منلی وايي، د پاکستان د مختلفو امنیتي ادارو ۲۶ کسان یې وژلي دي.
دا ډله دا هم مني چې په مقابل کې د دوی اته وسلوال وژل شوي دي.
د پاکستان پر امنیتي ځواکونو نن د پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې هم برید شوی او ځايي رسنۍ د دوو سرتېرو د وژل کېدو او ۲۲ نورو د ټپي کېدو خبره کوي.