یونسکو: نېږدې یو نیم میلیونه نجونې په افغانستان کې له زدکړو بې برخې دي

AP ۱۴۰۳ وری ۲

د ملګرو ملتونو فرهنګي بنسټ یا یونسکو وایي، چې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره له شپږم ټولګي پورته ۱،۴ میلیونه نجونې له زدکړو بې برخې دي.
د یونسکو دفتر نن په فېسبوک پاڼه کې لیکلي، افغان نجونې هیله منې وې چې سږکال به ښوونځيو ته ولاړې شي.

دا بنسټ وایي: «له زدکړو د نجونو بې برخې کول به د هغوی روحي او رواني وضعیت جدي زیانمن کړي او د افغانستان د پرمختګ مخه به ونیسي.»
یونسکو تر هغه وروسته له زدکړو د یاد شمېر نجونو د بې برخې کېدو خبره کوي، چې د طالبانو د پوهنې وزارت د وري په لومړۍ نېټه نوی ښوونیز کال د نجونو له حضور پرته په اماني لېسه کې پیل کړ.
د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا له ټولو ښوونکو او زده کوونکو غوښتي؛ د هغو جامو له اغوستلو ډډه وکړي چې د اسلامي اصولو او افغاني عنعناتو خلاف دي.
د نوموړي په خبره، ښوونکې او زدهکوونکې باید خپل صورت او سیرت په اسلامي اصولو برابر کړي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د نجونو د ښوونځيو ترڅنګ د ښوونې او روزنې لسګونه مرکزونه د نجونو پروړاندې بند شول.
دغې ډلې په دولتي ادارو کې هم د ښځو په کار کولو بندېزونه ولګول.
د جمهوریت پر وخت نوی تعلیمي کال د وري په دریمه نېټه پیلېده، خو طالبانو د نوروز د جشن پر ځای نوی تعلیمي کال د وري په لومړۍ نېټه پیل کړه.
د یادولو ده، چې د طالبانو د پوهنې وزارت له ښځینه خبریالانو څخه غوښتی و، چې د نوي تعلیمي کال د پیل په مراسمو کې برخه وانخلي.

نور خبرونه

رادیو