مسیح علي نژاد: نوی کال د جنسیتي توپیر پر وړاندې د ایرانیانو او افغانانو د یووالي کال دی
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0f3dce7d91f4e877b8aa9b2f51c62e3bbc84d4ed-1011x674.jpg?rect=0,53,1011,569&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ایران د اسلامي جمهوریت مخالفه فعاله مسیح علي نژاد د نوروز په مناسبت په یوه پیغام کې نوی هجري لمریز کال «د جنسیتي توپیر پر وړاندې د ایرانیانو او افغانانو د یووالي کال» بللی دی. نوموړې وایي: «سږکال د خامنه یي او اسلامي جمهوریت د لا ذلیله کېدو کال دی.»
مېرمن نژاد په خپل اېکس کې لیکلي: « زمونږ ایرانیانو اصلي نوروز به هغه وخت وي، چې په خپل هېواد کې د ډیموکراسۍ، ازادۍ او د بشري حقونو رنګ ووینو.»
دغه خبریاله او د بشري حقونو فعاله ټینګار کوي، چې تر دې وروسته به هم د ازادي غوښتونکو خلکو غږ وي.
مسیح علي نژاد تر دې وړاندې طالبان د ښځو پر ضد رژیم بللی و او افغان نجونو او ښځو ته یې د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو د خلاصېدو غوښتنه کړې وه.