فرانسې له طالبانو غوښتي، چې ژر تر ژره دې پر نجونو او مېرمنو لګول شوي بندیزونه لرې کړي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/d928e14a2453a194067850b14a5af3cae4950c00-4032x3024.jpg?rect=0,378,4032,2268&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازولۍ د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت له ارزونې وروسته چې د افغانو ښځینه فعالانو په ملتیا ترسره شوې وه، د طالبانو لهخوا پر نجونو او مېرمنو د لګول شویو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې.
دغه هېواد دا رنګه له افغانانو څخه خپل ملاتړ په داګه کړ.
دغه ناسته د ملګرو ملتونو د ناستو پر دوام بله ناسته وه، چې د ښځو د مقام لپاره ترسره شوې ده.
په تېرو څو ورځو کې افغان فعالانو او خبریالانو د ملګرو ملتونو په دفتر کې په پر له پسې توګه ناستې وکړې او د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره یې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.