د ۱۴۰۳ لمریز کال لومړۍ ورځ (نوروز) او په خلکو کې خوره چوپه چوپتیا او بېسارې نهیلي
په افغانستان کې د نوي کال د لومړۍ ورځ (نوروز) نمانځنه له پېړیو، پېړیو راهیسې په افغانانو کې دود پاتې شوی او ټول خلک یې په برم او پرتم سره نمانځي. خو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغې او دې ته ورته د نورو دودیزو او مذهبي ورځو په نمانځنو بندیزونه لګېدلي دي.
د دغې ورځې د نمانځغونډې اصلي ټاټوبی د بلخ لرغونی ولایت په تېره بیا د مزارشریف ښار دی.
د دغه ښار اوسېدونکي وايي، سږ کال نه هلته له نورو ولایتونو مېلمانه ورغلي او نه هم د سخي د جنډې د چګولو کومې نښې نښانې تر سترګو کېږي.
د دغه ښار یو تن اوسېدونکي فرید افغانستان انټرنشنل پښتو ته د ټیلیفون په لیکه وویل: د مزار شریف ښار د نورو ورځو په شان عادي حالت لري، نه سېلانیان ورته راغلي او نه هم په ښار کې ګڼه ګوڼه لیدل کېږي. هرې خوا ته چوپه چوپتیا خوره ده، په خپله مزاریان هم له وېرې مېله ځایونه ته نه ځي؛ ځکه کېدای شي د دوی دغه کار پر طالبانو ښه و نه لګېږي.
ښاغلی فرید وايي، که څه هم چې طالبانو په رسمي بڼه تر اوسه د دغې ورځې د نمانځنې یا نه نمانځنې په تړاو ډېر څه نه دي ویلي؛ خو خلک وېره لري که په ډلهییزه توګه مېله ځایونو ته تګ راتګ وکړي نو کېدای شي، چې طالبان یې په اړه غبرګون وښيي.
له نوروزه په پلازمېنه کابل او یو شمېر نورو سترو ښارونو کې هم د نمانځغونډو تر څنګ د نوروز جنډې هم پورته کېدې؛ خو نن په هغو ولایتونو کې هم د نوروز د نمانځنې څرک نه لګېږي.
د کابل ښار یو ۶۵ کلن اوسېدونکی عبدالرحمن افغانستان انټرنشنل ته وايي: د کابل ښار د جمال مینې یا کارته سخي تر څنګ د کابل ښار په منډیي کې به هم جنډه پورته کېده او دا د دې لپاره وه، چې خلکو به ویل په دې سره به د کال په اوږدو کې د غلو دانو پرېماني راشي؛ خو اوس نه هغه مېلې پاتې دي او نه هم هغه نمانځغونډې.
په ټوله کې طالبان د دغسې ورځو د نمانځلو سره په مخالفت کې ولاړ دي او انګېرنې یې دا دي، چې د داسو ورځو نمانځل خرافاتي بڼه لري او د دیني ارزښتونو سره اړخ نه لګوي، د هغوی په باور د دغو ورځو نمانځل د اور پرستو مذهبونو کار دی او په اسلام کې یې جواز نه شته.
خو ګڼ افغانان بیا وايی، د دغې ورځې نمانځل د طبيعت بیا ژوندي کېدل او یا بېرته د زرغونېدو په مانا دي او د پسرلي راتګ وروسته له یخ ژمي هر انسان ته پرېمانه خوشحالي وربخښي.
د نوروز جشن د افغانستان په تاریخ کې د اوږدو ریښو په لرلو سربېره، د پسرلي پیل او د طبیعت د بیا راژوندي کېدو پېلامه هم ده.
ډېر افغانان دا هم وايي، چې په افغانستان کې د نوروز په نمانځنه کې نه یوازې دودیز مراسم، لوبې او دودیزې مېلې ترسره کېږي؛ بلکې دغه ورځ په دیني ارشاداتو او عقایدو کې هم ځانګړی ځای لري.