عبدالله: په دې هیله چې په نوي کال کې د نجونو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي

AP ۱۴۰۳ وری ۱

د ملي روغې جوړې شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله ویلي:« په دې هیله‌، چې په نوي کال کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي او د هېواد باعزته مېرمنو ته چې د ټولنې نیمايي برخه جوړوي، د کار زمینه برابره شي.»

هغه د نوروز په مناسبت په اېکس پاڼه د مبارکۍ پیغام خپور کړی.
په پیغام کې راغلي:« نوروز د هیلو او انرژۍ د بیا تولید او شروع کېدو غوره فرصت دی. هیله‌من یو، چې سږنی کال زموږ د خلکو لپاره له سلامتۍ، بریالیتوب، نیکمرغۍ او سعادت څخه ډک کال وي.»
هغه زیاته کړې:« له بده مرغه چې زموږ خلک په ځانګړي ډول هېواد ته تازه را ستانه شوي کډوال په تېر ژمي کې له سختو ستونزو سره او په مېلیونونو نور هېوادوال مو له لوږې او بې‌کارۍ سره مخامخ وو؛ نو هیله من یو، چې نوروز او پسرلی د نویو افکارو، کړنو او د راتلونکې لپاره د نویو پرېکړو زېري له ځانه سره راوړي او له مثبتو بدلونونوو سره مل وي.»
نن د وري او د ۱۴۰۳ کال لومړۍ ورځ ده، دغه ورځ په تېر کې د نوروز په نوم نمانځل کېده؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خلکو ته د دغې ورځې د نمانځلو اجازه نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو