شنبه‌های ارغواني غورځنګ: تېرکال د ښځو لپاره له ځپنې، محرومیت، نیونې او ربړونې ډک کال و

AP ۱۴۰۳ وری ۱

جنبش شنبه‌های ارغواني غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې ۱۴۰۲ کال د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره له ځپنې، محرومیت، نیونې، ربړونې او ظلمونو ډک کال و.

دغه غورځنګ ویلي، چې طالبانو په ۱۴۰۲ کال کې د افغاني فرهنګ په نوم د دې لپاره چې ښځو او نجونې له ټولنې حذف کړي د جنسیتي توپیر سیاست ته یې زور ورکړی او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې «بې رحمانه تښتونې» او ځپنې پیل کړې، چې له بده مرغه لاهم دوام لري.
دوی وایي، د طالبانو ډلې په تېرو درېیو کلونو کې دا ثابته کړه چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو، نوروز، ټاکنو او د ولسواکۍ له ارزښتونو څخه لرې دي او د افغانستان له خلکو او نړۍوالې ټولنې سره د جوړجاړي یا مقابلې توان نه لري.
دغه غورځنګ زیاته کړې، چې طالبانو له خپل وحشیانه ځپنې سره د عدالت غوښتنې غږ ډپ کړی دی او د وی پر وړاندې یې هر ډول نیوکه جرم ګڼلی او چارواکو یې تل ویلي، چې پر نیوکه کوونکي ‘قتل واجب’ دی.
دوی وایي، چې د طالبانو د ادعا وړ خلاف تېر کال د افغانستان په شمال کې د نشه‌یي توکو کر کېله او قاچاق ډېر شوی دی او افغانستان د داعش، تحریک طالبان پاکستان او القاعده په څېر د ترهګرو ډلو په امن کور بدل شوی دی.
دغه غورځنګ د طالبانو ډله د کانونو په لوټ او غلا تورنه کړې ده.
دوی وايي، طالبان د افغانستان د خلکو له دودونو سره دښمني کوي، دوی د نوي کال ورځ یا نوروز چې له پېړیو را په دې خوا خلکو ته په میراث پاتې دی، پر نمانځلو یې بندیز لګولی او داسې وايي چې ګواکې دغه څه د اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي، په داسې حال کې چې افغانان په دیني ارزښتونو ولاړ دي او د نوروز چشن د خپل کلتور او فرهنګ یوه بېلګه ګڼي.

نور خبرونه

رادیو