اسټرالیا له افغانستان سره د درېیم ځل لپاره د کرېکټ شل اوریزه سیالۍ لغوه کړې

AP ۱۴۰۲ کب ۲۹

اسټرالیا وايي، د دغې لوبې د لغوه کولو ستر لامل په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا پر نجونو لګېدلي بندیزونه او له هغې ډلې د نجونو په ورزش لګېدلی بندیز دی.

په پام کې وه، چې د افغانستان او اسټرالیا ملي لوبډلې په راتلونکې اګسټ په میاشت کې د شل اوریزو لوبو لړۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.

خو اسټرالیا وایي، له هغه ځایه چې په افغانستان کې له ښځو او نجونو حقونو تروړل شوي؛ نو دوی نه غواړي د داسې هېواد له لوبغاړو سره لوبه وکړي، چې هلته د بشري حقونو درناوی نه کېږي.
له هغه مهاله چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسېدلي دا درېیم ځل دی، چې اسټرالیا له افغان لوبغاړو سره د کرېکټ لوبې لغوه کوي.
تېر کال هم هغه هېواد له افغان لوبغاړو سره یوه د ټېسټ او درې یو ورځینۍ لوبې لغوه کړې وې.
خو تېر کال په نړۍوال جام سیالیو کې افغان لوبډله د اسټرالیا له لوبډلې سره مخامخ شوه، هغه مهال یې د لغوه کېدو خبره نه وه کړې او لوبه یې له افغانستانه په درې وېکټو ګټلې وه.

نور خبرونه

رادیو