د طالبانو کډوالو وزارت وايي، له سلو زیات افغان کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۹

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان څخه افغانستان ته ۱۴۰ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي.
دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دو شنبې په ورځ د (کب ۲۸مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۰ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
یاد وزارت ویلي دغه کډوال په دوو جوپو کې د کب میاشتې په ۲۶مه او ۲۸ نېټه له پاکستانه راستانه شوي او دغه ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د (کب ۲۷مه) د طالبانو تر واک لاندې له ملي ټلویزیون سره په مرکه کې ويلي و، چې روان لمریز کال افغانستان ته له ګاونډیو هیوادونو څخه یونیم میلیون کډوال راستانه شوي.
هغه زیاته کړې، چې دا مهال اووه میلیونه افغان کډوال په ګاونډیو او نورو لوېدیځو هيوادونو کې کډوال دي چې له دغه شمېر څخه درې میلیونه په پاکستان، درې ميلیونه په ایران او یو میلیون یې په اروپايي هیوادونو کې ژوند کوي، خو دغه شمېرې د کډوالو نړېوال سازمان له لوري نه دي کره شوې.
په دې وروستیو کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
د دې تر څنګ د راپورونو له مخې له ایران څخه هم په منځنۍ کچه د ورځې ۱۵۰۰ افغان کډوال په زور او خپله خوښه افغانستان ته ستنیږي.

نور خبرونه

رادیو