منیزه کاکړ: کراچۍ کې د افغان کډوالو نقشه بشپړه شوې

AP ۱۴۰۲ کب ۲۹

د پاکستان کراچۍ ښار کې د انساني حقونو مدافعه او وکیله منیزه کاکړ وايي، حکومتي ادارو په دغه ښار کې د افغان کډوالو نقشه بشپړه کړې ده.

مېرمن کاکړ د دې خبرې په کولو سره زیاتوي، چې حکومت ټولو صوبايي ادارو ته امر کړی چې د کارت لرونکو کډوالو د اېستلو لړۍ د اپرېل له ۱۵ پیل کړي.

اغلې کاکړ د افغان جمهوریت له پرځېدو راهیسې چې کراچۍ کې د افغان کډوالو پرضد زور زیاتي ډېرېدو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د دې کډوالو واکالت ته مخه کړې ده.

نوموړې نن خپل اېکس کې د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې غوښتي چې د افغان کډوالو د حقونو او خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

که څه هم مېرمن کاکړ کراچۍ کې د افغان کډوالو د نقشې په هکله نور وضاحت نه دی کړی، خو سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د پاکستان ادارې د کډوالو اېستلو د دویم پړاو پیلېدو سره د دې نقشې له لارې افغان کډوال په نښه کوي.

د دې سرچینو په خبره، د پاکستان امنیتي ځواکونو چې تېر کال په کراچۍ کې د افغان کډوالو اړوند استوګنځیو چاپې اچولې دا ځل به د دې نقشې له لارې دا کډوال په نښه کوي.

د پاکستان سرپرست حکومت د تېر کال د اکټوبر لومړیو کې بې اسناده کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره وخت ور کړ او له همغې مودې یې د دوی اېستل هم پیل کړل.

د پاکستان امنیتي ادارو هغه مهال هم پر بې اسناده کډوالو سربېره اسنادي کډوال هم په نښه کول.

د ځینې شمېرو له مخې له هغه وخت تر اوسه تر پنځو لکو ډېر افغانان له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو