نوی تعلیمي کال؛ د نجونو پر مخ د ښوونځیو بندې دروازې او د افغان نجونو ناهیلي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۹

په افغانستان کې له ښوونځیو پاتې نجونې وایي؛ شا وخوا درې کاله کیږي چې له زده کړو پاتې دي، دوی خفه، ناهیلي او پر خپل جنسیت پښېمانه دي.

د ۱۴۰۳ تعلیمي کال د پیلېدو په تړاو د ښوونځیو ځیني زده کوونکو له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره خپلې اندېښنې شریکې کړي.

له زده کړو څخه پاتې یوه زده کوونکې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، درې کاله کیږي چې له زده کړو پاتې ده او هیله یې وه چې زده کړې پاې ته ورسوي او داکټره شي.

هغه وایي: «له زده کړو منع یم. خفه یم، ناهیلې یم، زړه کې مې ارمانونه خاورې شول، حتا په خپل جنسیت پښېمانه یم کاش هلک وی، چې زده کړې مې بشپړې کړې وی. هر انسان د خپل راتلونکي ژوند په اړه د فیصلې حق لري؛ خو موږ ان د خپل تعلیم حق هم نه لرو، زه دومره بې وسه یم چې د خپلو ارمانونو جنازه هم نه شم وړلی.»

د شپږم ټولګې څخه فارغه ماشومه چې شپږم ټولګی یې دوه ځلې د دې لپاره ویلی، چې زده کړې یې هېرې نه شي وایي: «زه به ډېر بد احساس وکړم چې د نوي تعلیمي کال له پیلېدو سره ونه شم کړلې ښوونځي ته لاړه شم. له زده کړو پرته بل کوم هدف نه لرم. نه غواړم یو بل کال هم له زده کړو محرومه شم. دا د نړۍ تر ټولو بد حس دی چې د تعلیم حق درڅخه واخیستل شي.»

دې ماشومې زده کوونکې له طالبانو غوښتي، چې هغه نه غواړي نوره له زده کړو پاتې شي د نوي تعلیمي کال په پیل سره د ښوونځیو دروازې دې د نجونو پر مخ خلاصې او نجونو ته دې د دویم ژوند چانس ورکړي.

بله زده کوونکې وایي: «له هغه وخت څخه په رواني تکلیف اخته یم چې له زده کړو منع شوې یم.»

بله بیا وایي؛ اسلام پرې تعلیم فرض کړی، دا چې طالبان د اسلام د نوم په اخیستلو دا حق ترې اخلي یوه لویه ناپوهي ده چې هېڅ بشر یې نه مني.

د کابل د یوه خصوصي ښوونځي یوه بله زده کوونکي وایي؛ د نوي تعلیمي کال پیلېدو سره یې زړه ډېر درزیږي چې دا حاکمان به بیا څه فیصله کوي: «ذهن کې مې تل دا خبره وي چې د نړۍ ټولې نجونې د زده کړو حق لري، ولې موږ ترې منع یوو؟ زموږ او د نورو نجونو تر منځ څه توپیر دی؟»

د کابل د ارزان قیمت اوسېدونکې یوې ۱۷ کلنې نجلې دې ته په اشارې سره، چې طالبانو تل د حجاب خبره مطرح کړې وایي: «موږ تل شرعي حجاب مراعت کړی او د ښوونځیو یونفورم د شرعیت سره سم دی.»

بل خوا؛ طالبانو نوروز د نوي تعلیمي کال د پیل د ورځې په توګه اعلان کړ او د دې ډلې د پوهنې وزارت ویلي، چې د نوي تعلیمي کال زنګ به د ۱۴۰۳ هـ ش کال د وري په لومړۍ ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وغږول شي.

طالبانو د نجونو د زدکړو په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان سیاستوالو، ملګرو ملتونو، غربي او اسلامي هېوادونو په کراتو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ دې د زده کړو دروازې خلاصې کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي تل د نجونو پر زده کړې ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې نجونې دې زده کړو ته پریږدي.

ښاغلي کرزي ویلي: «له بده مرغه په ​​هېواد کې نجونې له نږدې درېیو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې دي او نه شي کولی ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړ شي، علم زده کړي او په دې توګه خپلې کورنۍ او هېواد ته خدمت وکړي.»

نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیلیږي، چې د پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا ۹۱۳ ورځې کیږي چې نجونې د شپږم ټولګي څخه پورته له زده کړو منع دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ څخه راپه دې خوا څومره نجونې د شپږم ټولګي څخه فارغې شوي او دا چې څه وخت به د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ خلاصیږي د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه مو وپوښت خو نوموړی له ځواب ورکولو انکار وکړ.

د نجونو او مېرمنو د کار او زده کړو په تړاو د طالبانو ګڼو د نړۍوالې ټولنې د غوښتنې په تړاو ویلي، چې دا د دوی داخلي مساله ده او هېچا ته پکې د مداخلې حق نه ورکوي.

نور خبرونه

رادیو