پاکستان د راتلونکې اپرېل په ۱۵مه د سند لرونکو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلوي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۸

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپریل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.

پاکستاني تلویزون جیو نیوز د یو شمېر سرچینو په حواله نن دوشنبه (د کب ۲۸مه) راپور خپور کړی، چې د وفاقي داخله وزارت سکرتر افتاب دراني په یوې انلاین غونډه کې د پنجاب د کورنیو چارو وزیر نورالامین او نورو چارواکو ته ویلي، چې د کډوالۍ د ځانګړو اسنادو درلودونکو افغانانو د ایستلو لړۍ باید د اپریل د میاشتې په ۱۵مه نېټه پیل شي.

همدا راز جنګ ورځپاڼې هم خبر ورکړی، چې وفاقي حکومت به پنجاب ته د افغان کډوالو د کډوالۍ د کارتونو (ACCs) لېست چمتو کړي، چې د پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو سره به شریک شي.

سرچينې زياته کړې، د پاکستان چارواکو په دغه غونډه کې ویلي، چې لومړی باید د ای سي سي کارتونو لرونکي افغانان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي او که چېرې لاړ نه شي نو دوی به یې ونیسي او په زور به یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي.

سرچينې ویلي، چې د بهرنيانو وګړو د شړلو د دويم پړاو له بشپړېدو سمدستي وروسته د درېيم پړاو د پيلېدو په اړه هم معلومات ورکړل شوي، چې په ترڅ کې به يې د افغان POR (د استوګنې ثبوت) کارت لرونکي افغانان هم ايستل کېږي.

سرچينې زياته کړې، چې تر دې دمه له څلور لکو ډېر غير قانوني بهرني افغانان له پاکستانه په زور ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو