شننه؛ خدایګوټي څنګه رانړیږي؟
په اسطوره پوهنه کې خدایګوټي (ارباب الانوع) په لوی سرکې دوه ډوله دي، ځېنې یې له انساني نړۍ بهر تخیل شوي، خو ځينې یې له انساني نړۍ څخه د خدایګوټو نړۍ ته د ورهسکېدلو هڅه کوي.
د بېلګې په توګه، په اساطیري افسانو کې ګېلګمېش او راروسته الکساندر (سکندر) هغه انسانان وو، چې خدایي ته د رسېدو هڅه یې کوله. عجیبه دا وه، چې دواړه د تلپاتې ژوند موندلو په هڅه کې وو. ګېلګمېش د بلې دونیا سفر وکړ، چې له خپل نیکه (اوته نه پیش تم) څخه د خدایکېدو چل زده کړي او بلخوا سکندر له مقدونیې راوخوځېد، چې د نړۍ په پای (د هیند سمندرغاړه) کې زېئوس بیامومي او ترې وپوښتي چې ایا الکساندر د خپل پلار فیلیپس زوی دی، که د ده؟ په ختیزو روایاتو کې د الکساندر دې سفر ته د ژوند د چینې د لټون سفر وايي.
ګېلګمېش او الکساندر دواړه زورور واکمن، انسانوژونکي، بېرحمه، خونړي او لوی لوی جګړه ماران وو. دواړو د دین پردې په ځان راخورې کړې وې. دواړه د خدايي درجې ته د رسېدو په تلوسه کې له عقلانیت څخه لرې شول او داسې یې ګڼله، چې د دوی «رعیت» هېڅکله د خپل عقلانیت په مرسته دوی پېژندلای نه شي. خو په پایله کې څرګنده شوې ده، چې: ټول خدایګوټي عقلانیت رانړولي دي.
د پانګې، سیاست او له دین څخه د وسیلې په توګه ګټه اخیستونکي خدایګوټي هم د خپل دویم یا درېیم نسل په عقلانیت راپریوځي.
په افغانستان کې څه تنظیمي لیډران کټ مټ له همدې برخلیک سره مخامخ شول. دوی پیسې، وسلې، سیاسي – استخباراتي ملاتړ درلود او د پانګوالې نړۍ او سیمهییزو استخباراتو تبلیغاتي ډنډورو ورڅخه مقدس موجودات جوړ کړي وو.د دوی په اړه هم خوبونه ډېر لیدل کېدل. ډېرو خلکو ته یو تکسپین نوراني سړی پر سپین اس سپور په خوب ورغلی او ورته ویلي وو، چې د پلاني اطاعت پر تاسو فرض دی. د پاکیستان و ایران په کمپونو کې به د مازیګر مجلسونه او پیتاوي یا سیوري په همدې کیسو ډک وو، چې پلانی لیډر کرامات لري او په لښکر کې ملایکې ورسره ملاتړې روانې وي. دوی خپل هر مخالف، چې د دوی تقدس ته یې په شک کتل، وژل. روښانفکران، لوستي او په حقایقو پوه انسانان یې تکفیر او له مخې لرې کول. د دې لپاره چې د خپلې زمانې په خدایګوټو بدل شي، عقلانیت یې د کرکې په ډبرو سنګساراوه.
وايي: «هر فرعون ته په کور کې موسی پیدا کیږي.»
زموږ د زمانې خدایګوټو ته په خپلو کورونو او کورنیو کې د عقل و عاطفې موسایان وزېږېدل،یو ډېر مشهور تنظیمي – روحاني مشر، چې یو شمېر کلیوال او ولسي سندرغاړي یې د کفر او لهو و لعب په تور وژلي و، خپل زوی یې راپاڅېد او له یوې خورا مشهورې مېړوښې سندرغاړې سره یې واده وکړ. او په دې بڼه یې خپل روحاني تسلسل د مینې په دوزخ کې وسیزه. د کوم بل یوه لمسۍ د نړۍ په کچ د ښکلې لمبا په سیالیو کې لومړۍ شوې وه، له ده یې مریدانو روایت کړی و، چې: «جوانمرګي ره لباس شنا نمود مېته».
د بل تر ټولو مهم لیډر سکه زوی د پلار له ظلمونو، وژنو، درواغو، استخباراتي روابطو او بېرحمیو دومره ستومانه او بېزاره شو، چې لویدیځ ته وتښتېده او له ډېره غمه یې ځان د شرابو نشو ته وسپاره. ډېر ځله یې د نشو په څپو کې ویډيوګانې ثبت و خپرې کړې او ویې ویل: د خپل پلار له لاسه دې ورځې ته رارسېدلی دی. ویې ویل: پلار یې د کورنیو جګړو اصلي لامل و او زرګونه افغانان یې د ځانبللې ولسمشرۍ د دوام لپاره ووژل او کابل یې کنډواله کړ.
قوماندانان و د دویم کتارجهادي مشران خو مه شمېره، چې چا د الوتکو له سټیورډس سره د څلورم ځل لپاره واده وکړ، چا په هلکانو نکاح وتړله او د چا د خپلې کورنۍ پاتېشونو د هغې زړې کلا فیلمونه خپاره کړل چې بابا یې په کې لارویان قصابي کول او چې څوک یې په مرګ محکومول، نو خپلو خروړیو سپیو ته به یې ویل:
«زړې کلا ته یې بوځئ!»
څوک یې روسته تر دې چې په لندن کې زندان وراسته کړل، په شهامت یې اعتراف وکړ، چې د پاټک په عوایدو کې دی یوازې نه و، بلکې له مشر نه رانیولې تر نورو زورورو قوماندانانو ورڅخه حق غوښت، ځکه خو یې لارویان په دوپایه سپیو داړل.
یو بل یې د خپلو پرېمانه ماڼیو او د عیاشیو په مرکزونو کې د خپل ژوند په اړه په سپین سترګې وویل: «ما سلیقه داشتیم که همینطور زندګی کنیم.»
یو بل یې چې د جهادراوړیو شتمنیو په اړه وپوښتل شو، نو ویې ویل:
« با خداداده ګان ستېزه مکن
که خدا داده را خدا دادست»
دا روستی یې چې د کابل قصاب په لقب نازول شوی و، خو لا یې هم په خپلو خطبو کې ځان د نړۍ یوازینۍ دینپوه ګاڼه دا ورځې د خپل عقلمن لمسي په خوله د باد بڼکه شو او لمسي یې وویل: ماته مې عقل و ضمیر حکم کوي، چې خلک د خپل نیکه له پرښتنې راوګرځوم. ده وویل: زما له نیکه بُت مه جوړوئ. هغه یو جنایتکار او انسانوژونکی دی....
او دا کیسه روانه ده...
همدا اوس چې پر کابل څوک واکمن دي، د دوی بچیان او لمسیان هم په همداسې عقلانیت محکوم دي. دا لیکنه به مو اوس غوسه کړي، خو همدا لیکنه په یاد ولرئ، چې راتلونکي نسلونه به د عقلانیت په حکم د نننیو جهادیانو په اړه ریښتینی قضاوت کوي. دا عقلاني او حقیقي قضاوت به د دوی ډېر جنایتونه راوسپړي او تاسو به وګورئ، چې د بشریت د تاریخ له کومو خونړیو خدایګوټو سره مخامخ وئ.
له دې لیکنې یوه مهمه پایله اخلو.
موږ افغانان ډېر ناوخته خپل هغه قاتلان پېژنو چې په خپل وخت مو له ډېراخلاص څخه د خدایګوټۍ مرتبې ته لوړ کړي وو.
موږ افغانانو خپل قاتلان خپل اتلان ګڼل، خو چې ومو پېژندل، ډېره ناوخته وه او له موږ یې هرڅه تروړلي وو.
موږ افغانان د دین په نامه ډېر اسانه غولیږو او د دین په نامه د خدایي دعویدار تر هرڅه لومړی زموږ عقل راځپي او همدا چې له عقل څخه یې خلاص کړو، نو د دوی ربوبیت منو او د خپلو اتلانو په توګه یې پر خپلو اوږو ګرځو.
عقل هغه وخت راستنیږي، چې ناوخته وي او موږ یو عمر د خپلو قصابانو بندګی کړې وي. ښايي دا متل یې هم تر دې ویلای، چې: «عقل افغان پسان میاید.»
ای کاش د دویم او درېیم نسل عقل و عقلانیت همدا اوس راویښېدلای.
روستیه عقله! کاشکې ړومبی وای.
له تاریخي پلوه که د افغانانو عقلانیت له تکفیر څخه وژغورل شو، د دوی د ملې ژغورنې رڼا او سباوون له همدې ځایه رابریږي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.