پخوانی افغان سفیر: د اسلامي همکاریو سازمان دې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر مخه ونیسي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۷

سریلانکا کې د افغانستان سفیر د اسلامي همکاریو له سازمان څخه وغوښتل، چې د خپلو نړېوالو ژمنو پر بنسټ په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په ختمولو کې مرسته وکړي.

محمد اشرف حیدري وویل، د اسلامي همکاریو سازمان له دې لارې کولی شي له اسلام څخه د غلط تصویر وړاندې کولو مخه ونیسي.

هغه زیاته کړه، چې د طالبانو کړنې د افغانستان د خلکو په کلتور او دودونو کې ځای نه لري.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په څه د پاسه دوه نیمو کلو کې د ښځو پر زده‌کړو، کار او په ټولنه کې پر شتون پراخ بندیزونه لګولي دي.

ډېر شمېر اسلامي هېوادونو او همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو کړنې په ځانګړې توګه د ښځو پر زده کړو بندیزونه غندلي دي.

یو شمیر سازمانونه، کارپوهان او د بشري حقونو فعالان په دې باور دي، چې د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو تګلارې د «جنسیتي توپیر» یوه بیلګه ده او دوی یې د رسمیت پیژندلو په موخه مبارزه کوي.

نور خبرونه

رادیو