ایرانی چارواکی: ایران ته د راتلونکو افغانانو شمېر افغانستان ته له ستنېدونکو ډیر دی

AP ۱۴۰۲ کب ۲۶

د ایران د نفوس پوهنې ادارې د مدیره پلاوي غړی حسین محمودیان وایي، دغه هېواد ته د تلونکو افغان کډوالو شمیر له هغو ډېر دی چې له ایرانه بیرته افغانستان ته ستنیږي.

د ایران تسنیم خبري اژانس په یوه رپوټ کې د ښاغلي محمودیان له خولې ویل شوي، چې د ایران په مرکزي ولایتونو لکه تهران او سمنان کې ډیر افغان کډوال منل کیږي او په دغو ولایتونو کې د کډوالو شمیر هم ډیر دی.

نوموړي دا خبره، په ایران کې د نفوس د بدلون د څارنې په اړه یوې غوڼډې ته ویلي، له سرحدي پولو سره نږدې ولایتونو کې بیا تر ډیره کډوالو ته ځای نه ورکول کیږي، ځکه هلته د افغان کډوالو شمیر کم دی.

ښاغلي محمودیان، ایران ته د تلونکو افغان کډوالو په اړه کومه دقیقه شمیره نه ده وړاندې کړې، خو د کډوالو لپاره د ملکرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ یا UNHCR د معلوماتو له مخې، په ایران کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه ثبت شوي او نږدې نیم میلیون نا ثبت شوي افغان کډوال ژوند کوي.

د دغې کمیشنرۍ د شمیرو له مخې، ۷ لکه ۵۹ زره افغانانو په ایران کې پناه اخیستې ده.

نور خبرونه

رادیو