‏د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه تر سلو ډېر کډوال په جبري توګه ستانه کړای شول

AP ۱۴۰۲ کب ۲۶

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د کب په ۲۴مه او ۲۵مه ۱۲۷ افغان کډوال له تورخم لارې هېواد ته ستانه شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، ۲۵ کورنۍ چې ټولټال ۱۲۷ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوي دي.

د دغه امریت په وینا، دغه کډوال د کډوالو چارو په ریاست کې تر ثبتېدو وروسته د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او کډوالۍ نړۍوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپېژندل شوي دي.
له بل پلوه پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
که څه هم په پاکستان کې د نوي حکومت کابینه اعلان شوه؛ خو د پاکستان پخواني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي چې لا هم دغه لړۍ روانه ده.

نور خبرونه

رادیو