مټیو مېلر: په افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز دغه هېواد ته ستر اقتصادي زیانونه اړولي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۵

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ملګرو ملتونو د سر منشي له هغو نیوکو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې یې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر کړنو کړې دي.

هغه وویل، افغانستان یواځینی هېواد دی چې هلته ښځې د کار حق نه لري او اقتصاد ته یې له دې اړخه «ستر مالي زیانونه اوښتي دي.»

مټیو مېلر د پنجشنبې په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریال عارف یعقوبي ته د ملګرو ملتونو د سر منشي د وروستیو څرګندونو په اړه وویل، چې د ښځو ځپل او پر هغوی لګېدلي بندیزونه «هېښوونکي او د زغملو» نه دي.

هغه وویل، چې امریکا د افغان مېرمنو پر وړاندې د طالبانو له‌خوا سیسټماټیک توپیري چلند او ناروا کړنې په کلکه غندي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ د (کب ۲۱مه) د ملګرو ملتونو د ښځو د وضعیت معلومولو کمیسیون په ناسته کې د طالبانو هغو ۵۰ فرمانونو ته ګوته ونیوله، چې له څېرمه د افغان مېرمنو او نجونو د ځپلو لپاره صادر شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، هر هغه ګام چې د طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په برخه کې اخیستل کېږي هغه به د ټولو افغانانو د حقونو د مراعتولو سره تړلی وي.

هغه وویل:« په نړۍ کې بل هیڅ داسې هېواد نه شته چې هلته دې مېرمنې له ښوونځیو راګرځول شوې او د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره دې د هغوی د کار کولو مخه نیوله شوې وي.»

مېلر وویل، د طالبانو سیاستونو د افغانستان اقتصاد ته چې له بې‌وزلۍ او کړکېچ سره مخامخ دی سخت زیان اړولی دی.

هغه وویل:« د افغانستان د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزې ودې لپاره زده‌کړې خورا مهمې دي او په افغانستان کې د ښځو پر کار لګېدلو بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد سخت زیانمن کړی دی.»

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال غني برادر په همدې اوونۍ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي و، چې د طالبانو بهرنی سیاست اقتصاد محوره دی او له تاشکنده یې وغوښتل چې له طالبانو سره دې دوه اړخیزې او درې اړخیزې سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړي.

خو له دې سره هم‌مهاله، طالبانو په افغانستان کې د کاري ځواک غوښنه برخه پر کور کېنولې او د هغوی د زده‌کړو او کار کولو مخه یې نیولې.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د اټکل له مخې، د ښځو پر کار د لګول شويو بندیزونو له امله هر کال یو مېلیارډ ډالره د افغانستان اقتصاد ته زیان اوړي.

نور خبرونه

رادیو