پښتنې دورانۍ د ښځو اقتصادي ټولنې د غوره مېرمنې جایزه وګټله

AP ۱۴۰۲ کب ۲۵

د ښځو اقتصادي ټولنې د غوره ښځو جایزه، په افغانستان کې د زدکړو فعالې پښتنې دورانۍ ته ور کړه.

پښتنه دورانۍ د لرن یا زده کړه په نوم د یوې موسسې چلولو سره سره له کلونو راهیسې په افغان ټولنه کې د زدکړو په تېره د نجونو او ښځو د تعلیم او نورو حقونو لپاره کار کوي.

نوموړې نن خپل اېکس کې د ې جایزې د ور کړې د مراسمو انځور خپور کړی او ور سره لیکلي یې دي: دا جایزه هغو ښځو ته ور کول کېږي چې د خنډونو لرې کولو او د مثبت بدلون هڅې کوي.

پښتنه دورانۍ د طالبانو تر واکمنېدو مخکې افغانستان کې وه او ښوونځي یې چلول، خو د جمهوریت پرځېدو سره امریکا ته کډه شوه.

د طالبانو واکمنېدو سره پښتنه دورانۍ له بهر او د انټرنېټ له لارې د نجونو د زدکړو لپاره کار کوي او د نجونو تر اوو پټ ښوونځي او یو روغتون چلوي.

نوموړې د انلاین یا پرلیکه ټولګیو چلولو سره لسګونه نجونې له زدکړو برخمنې کړې دي

تر دې مخکې هم مختلفو ادارو پښتنه دورانۍ په جایزو او نورو ویاړونو نازولې ده.

مېرمن دورانۍ ته د ۲۰۲۱ کال نومبر کې د سویډن ټالبرګ بنسټ د ۲۰۲۱ زېږديږ کال د مشرۍ جایزه ورکړه.

نور خبرونه

رادیو