د بشري حقونو څار سازمان څېړونکې: د ښځو له حقونو د طالبانو سرغړونو وضعیت لاپسې خراب کړی

AP ۱۴۰۲ کب ۲۵

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا څانګې څېړونکې فرشته عباسي وايي، د کارموندنې، زده‌کړې او د نورو برخو په ګډون د ښځو له حقونو څخه د طالبانو سرغړونو وضعیت لاپسې خراب کړی او په ښځو او نجونو یې خپل اغېز ډېر کړی دی.

د بشري حقونو څار سازمان د هغې د یوې مقالې په خپرولو سره لیکلي، چې افغانستان له څه باندې دوو کلونو راهیسې له اقتصادي ناورین سره لاس او ګرېوان دی.
هغه وایي، چې په افغانستان کې یو پخواني خبریال ورته ویلي:«وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. زه فکر نه کوم چې څوک به نور د خوراکي توکو د پېرلو لپاره کافي توان ولري.»
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي و، چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳.۷ مېلیونه خلک چې د افغانستان نیمایي نفوس کېږي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
په دغه مقاله کې د احصایوي شمېرو له مخې راغلي، چې ۶۹ سلنه خلک کافي خواړه نه لري. ۶۷ سلنه اوبو ته د لاس‌رسي ستونزه لري، چې د اوږدې وچکالۍ له امله د اقلیم د بدلون سره تړاو لري او یوازې ۴۰ سلنه وګړي برېښنا ته لاس‌رسی لري.

سربېره پر دې په مقاله کې راغلي، چې د روغتیایي پاملرنې سیسټم د سقوط په درشل کې دی.

نور خبرونه

رادیو