طالبان: ‏تر زرو ډېر کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایران او پاکستانه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ کب ۲۴

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ایران کې مېشت یو زر او ۷۵۰ کډوال په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت د هرات د اسلام کلا د سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ لیکلي، په دغو کسانو کې کورنۍ هم شاملې وې او ۳۳۹ کسان یې اړمن وپېژندل شول.
دغه وزارت ویلي، چې له دغې ډلې ۱۳۱ تنه یې له روغتیایي خدمتونو برخمن شول.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپل یو بل خبر کې لیکلي، چې تر سلو ډېر کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.
دغه وزارت لیکلي، ۱۰۶ تنه افغان کډوال د کب په ۲۳مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
‏دغه وزارت د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو پر بنسټ لیکلي،۲۴ کورنۍ چې ټولټال ۱۰۶ تنه کېږي په جبري توګه له پاکستانه راستنې شوې.
دغه وزارت زیاته کړې، چې هلته د ‏کډوالو له ریاست سره تر نوم لیکنې وروسته د نورو مرستو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان دفترونو ته ورپېژندل شوې دي.
له بل پلوه پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

نور خبرونه

رادیو