د لوګزامبورګ چارواکې: نړېوال باید له افغان ښځو سره مرسته وکړي چې خپلې ازادۍ بېرته واخلي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۴

د لوګزامبورګ د جنسیتي برابرۍ او تنوع وزیرې وویل، نړیواله ټولنه مسوولیت لري چې د افغان ښځو او نجونو د ازادۍ تر بېرته ترلاسه کولو پورې د هغوی ملاتړ وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه تر غونډې وروسته، یوریکو بیکس پر افغان ښځو «پاچاهي او پلان شوی ظلم» ویجاړونکی وباله.

مدني فعالې میترا مهران هم په ایکس پاڼه له مېرمن بیکس او د یو شمېر نورو هېوادونو له استازو سره د هغې د لیدنې په اړه خبر ورکړی. اغلې مهران لیکلي چې په دې غونډه کې د جنسیتي توپیر د جرم ګڼلو له هڅو ملاتړ او د حساب ورکونې پر میکانیزم خبرې وشوې.
طالبانو د خپلې څه باندې دوه نیم کلنې واکمنۍ پر مهال د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې خورا زیات بندیزونه لګولي، چې ډېری کارپوهان او فعالان دغه بهیر «جنستي توپیر» بولي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پیژندلو او د هغه د جرم ګڼلو لپاره د ښځو او فعالانو اعتراضونه زیات شوي دي.
تر دې مخکې یو شمېر ښځینه فعالانو د ملګرو ملتونو په یوه غونډه کې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو