فایق: افغانستان یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په کې له زده‌کړو او کارکولو بې برخې دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۴

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیراحمد فایق د ملګرو ملتونو په ۶۸مې ناسته کې ویلي:« په داسې حال کې چې موږ نن د جنسیتي انډول او د ښځو پر پیاوړتیا غږېږو، افغانستان یوازینی هېواد دی چې په کې ښځې او نجونې د زده‌کړو او کار کولو له حقه بې برخې پاتې شوې دي.»

هغه په دغې ناسته کې د خپلې وینا د متن په خپرولو سره لیکلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت بد شوی دی، ان ښځې او نجونې اوس‌مهال د خپلو لومړنیو انساني حقونو له سرغړونو سره هم مخامخې دي.
هغه زیاته کړې، چې په افغانستان کې جنسیتي ځورونه او تبعیض یو دود ګرځېدلی او په سیسټماتیکه توګه له عامه ژونده یې ښځې حذف کړې، چې همدغه څه اوس‌مهال په افغانستان کې د جنسیتي توپیر ستر لامل دی.
هغه ویلي، د بدني سزاوو، ناقانونه وژنو، لادرکه کېدو، ربړونې او د پوښښ پر وړاندې د سختو قوانینو پلې کېدو په اړه کره راپورونه په لاس لري.
هغه وایي، منیژه صدیقي د تېر اکټوبر راهیسې د کورنۍ سره له لیدو کتو او وکیل پرته د طالبانو په بند کې ده چې دغه کړنې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
هغه زیاته کړې:« موږ په افغانستان کې د بشریت ضد جنایت پر وړاندې د ګټورې مبارزې لپاره باید نړۍواله همغږي او همکاري پیاوړې کړو.»

نور خبرونه

رادیو