د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد ځای دی

AP ۱۴۰۲ کب ۲۴

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد ځای دی.
دغې ادارې پرون په خپل اېکس کې لکیلي، چې په افغانستان کې د پر له پسې ناورینونو ډېر زور له افغان نجونو او ښځو اېستل کیږي.

دغه پروګرام د یوې ویډيو په خپرولو سره په افغانستان کې د ښځو د ژوند د ستونزو یوه برخه انځور کړې ده.
د بشردوستانه مرستو دغه سازمان وایي، تېر کال په بې سارې توګه د مرستو د کمېدو له امله مجبور شول چې په افغانستان کې پر لسو میلیونو کسانو مرستې بندې کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د مرستو کمېدل «ناوریز زیږي» دی.
دغه سازمان ویلي، چې افغان مېرمنې ډېرو کمو خوراکي توکو ته لاسرسی لري او د روژې په میاشت کې هم دغه وضعیت نه دی بدل شوی.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه راز لیکلي: "ډیری ښځې اړ دي چې خپل ماشومان د سوال کولو لپاره واستوي او هر څه چې د دوی ماشومان کور ته راوړي یوازینی خواړه دي چې دوی یې خوري."
دې ادارې د ښځو پر وضعیت د طبیعي پېښو اغېزو ته هم اشاره کړې ده.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د خونړیو زلزلو او د درنو واورو له امله زرګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او ښځې بیا له دغو پېښو اغېزمنې شوې دي.
د خوړو نړیوال پروګرام له ښځو سره د خوراکي توکو، نغدو پیسو او تعلیمي پروګرامونو مرستو ته هم اشاره وکړه.
په دې وروستیو کې دې سازمان اعلان وکړ، چې تېر کال یې په افغانستان کې له شاوخوا ۱۹ میلیونه وګړو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته کړې ده.
دغه پروګرام تر دې مخکې هم په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستو لپاره د کافي مالي سرچینو له نشتوالي شکایت کړی و او له مرستندویه ادارو یې د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو