اروپایي چارواکی: د افغان مېرمنو وضعیت د زغملو نه دی، پر طالبانو باید فشار راوړو

AP ۱۴۰۲ کب ۲۳

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل د امنیت شورا په غونډه کې وویل، د بشري حقونو وضعیت او د ژوندانه له ټولو برخو د افغان مېرمنو څنډې ته کول د اندېښتې وړ دي او باید پر طالبانو فشار راوړل شي.

هغه وویل: «دغه وضعیت په نړۍ کې بې‌ساری دی او نور د زغملو نه دی.»
د اروپایي ټولنې د دغه ستر چارواکي څرګندونې د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د امنیت شورا د همکاریو په غونډه کې د سه شنبې په ورځ یادې شوې.
بورل وویل:« په افغانستان کې بشري، سیاسي، اقتصادي او د بشري حقونو وضعیت اندېښمنوونکی دی. ښځې او نجونې په ټوله کې د ژوندانه له ټولو برخو لرې کړای شوې دي. داسې وضعیت د نړۍ په کچه بې‌ساری دی او نور یې زغم نه شي کېدای.»
د افغانستان انټرنشنل خبریاله مریم رحمتي له ملګرو ملتونو څخه په خپل راپور کې وايي، چې ښاغلي بورل په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو پر سیاست سختې نېوکې وکړې.

هغه خبریالانو ته وویل: «موږ ته نه ښايي چې افغانستان له یاده وباسو، هلته چې جنسیتي توبیر او اپارتاید روان دی.»
طالبانو تر دې وړاندې د نړۍوالو د نیوکو په غبرګون کې ویلي و، چې د ښځو پر کار او زده‌کړو لګېدلي بندیزونه د دوی د کورني سیاست برخه ده او د بهرنیانو نېوکې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.
بورل د امنیت شورا په ناسته کې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د تعامل د پراختیا ننګه وکړه؛ خو دا یې هم وویل چې پر دغې ډلې دې فشارونه راوړل شي.
هغه وویل:« زه د دې هرکلی کوم، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي یو ځلې بیا په دوحه کې د ځانګړو استازو غونډه وروبلله. موږ باید د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک د پلي کېدو لپاره د ملګرو ملتونو په مشرتوب سره یوه خوله شو او باید فشارونه زیات کړو.»
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک د دې وړ دي چې حقونه یې باید خوندي شي.

نور خبرونه

رادیو