ډنمارک:افغان ښځینه خبریالانې په رسنیزو فعالیتونو سره د 'ظلم' پر وړاندې په مېړانه درېدلې دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۳

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازولۍ ویلي، افغان ښځینه خبریالانې هره ورځ د «ظلم» پر وړاندې مقاومت کوي او د خپلو رسنیزو منځپانګو د چمتو کولو لپاره هر ډول ګواښونو ته غاړه ږدي.

د ملګرو ملتونو په دفتر کې د سه شنبې پر ورځ په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو د وضعیت په اړه ناسته جوړه شوې وه.

په دغې ناسته کې یو شمېر افغانو ښځینه خبریالانو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځینه خبریالانو پر وضعیت خبرې وکړې.

دغه ناسته د ملګرو ملتونو د ښځو د مقام د ناستو په لړ کې ۶۸مه ناسته وه، چې جوړه شوه.

په ملګرو ملتونو کې د ډنمارک استازولۍ پر اېکس پاڼه لیکلي، په دغې ناسته کې پر دې خبرې وشوې چې نړۍواله ټولنه څنګه کولای شي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ښځینه خبریالانو ملاتړ وکړي.

طالبانو د ژوندانه د نورو برخو په څېر په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر فعالیتونو هم بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو په واکمنۍ کې ټولې رسنۍ د سانسور تر چتر لاندې دي او داسې راپورونه هم شته، چې طالب چارواکي له خپرونو مخکې د خپرنیزو مطالبو منځپانګې ګوري او بیا د خپرولو اجازه ورکوي.

طالبانو سپارښتنه کړې، چې د رسنیو ښځینه کارکوونکې دې په ټلویزیونونو کې د ماسک په کارولو راڅرګندې شي او په هلمند کې یې د ښځو پر غږونو هم بندیز لګولی دی.

تر دې وړاندې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي و، چې د څه د پاسه دوه کلونو په ترڅ کې طالبانو د رسنیو په چارو کې لږ تر لږه ۱۴ سپارښتنې پلې کړې چې ورسره د رسنیو خپلواکي په جدي توګه اغېزمنه شوې ده.

د دغه مرکز په خبره، د دغو بندیزونو موخه په ځانګړې توګه مېرمنې وې. له نارینه‌و سره د ښځینه‌و پر مرکو د بندیز لګول او یا د ښځینه او نارینه‌و تر منځ ګډ کار کول هغه بندیزونه دي، چې موخه یې تر ډېره ښځې وې.

د دغو لګول شویو بندیزونو له امله ډېرې ښځینه خبریالانې اړې شوې، چې دندې خوشې کړي. یو شمېر نورې یې ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوالې شوې.

نور خبرونه

رادیو