پاکستانۍ رسنۍ: د مارچ تر ۱۲مې د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳ زرو لوړ شو

AP ۱۴۰۲ کب ۲۳

پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳زرو او ۵۰۶ لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

په راپور کې راغلي، چې د مارچ له دویمې څخه د مارچ تر ۱۲مې نېټې له ۱۰۲۴۵ ستنو شویو افغانانو ۳۲۵۴ یې نارینه، ۲۵۴۷ یې ښځې او ۴۴۴۴ ماشومان وو.
د دغه راپور له مخې، دغه ستانه شوي افغانان ټولټال ۳۶۵ کورنۍ کېږي.
له بل پلوه د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قنسول عبدالجبار تخاري خبر ورکړی، چې په تېرو دوو کلونو کې د سند صوبې له زندانونو ۴ زره او ۱۱۰ افغانان خوشې شوي دي.
دغه طالب چارواکي ویلي، چې په دغې صوبه کې ۱۵۰ نور افغانان لاهم بندیان دي.
که څه هم په پاکستان کې د نوي حکومت کابیته اعلان شوه؛ خو د پاکستان پخواني لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي؛ خو له بل پلوه له تېرې ورځې راهیسې په تورخم کې ناروغانو او موټر چلوونکو ته له ویزې پرته پاکستان ته پر سفر بندیز ولګېد.
په دې اړه تېره اونۍ په تورخم کې په پښتو او اردو ژبو پر دېوالونواعلانونه هم ځړول شوي وو.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د پاکستان حکومت دا ځل پر افغان ناروغانو او موټر چلوونکو د ویزې شرط خامخا پلې کوي.
ورته مهال سرچينو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، په افغانستان کې د پاکستان سفیر تېره ورځ په کندهار کې د طالبانو له والي او د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته له نږدې کس ملا شېرین سره په ليدنه کې له نوموړي غوښتي، چې پر ډيورنډ کرښه د پاسپورټ په جبري کولو کې ورسره همکاري وکړي.
که څه هم د طالبانو د والي ملا شیرین او عبیدالرحمان نظاماني د لیدو په اړوند خبرپاڼه کې د پاسپورټ جبري کولو مسلې ته اشاره نه ده شوې؛ خو سرچینې وايي، چې اسلام اباد په دې برخه کې د طالبانو همکاري غوښتې ده.

نور خبرونه

رادیو