د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره: افغانستان کې لا هم د ښځو حقونه له بد ناورین سره مخامخ دي
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/0c33ff9540f0950eb984be10149c2d2021f52346-1600x1067.jpg?rect=232,272,1286,723&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره وايي، افغانستان لا هم د ښځو د حقونو په برخه کې له خورا بد ناورین سره مخ دی. سیما بحوث ټینګار وکړ چې د افغانستان په اړه په اغېزمنو پرېکړو کې د افغان مېرمنو د ونډې د زمینې برابرولو لپاره باید پرله پسې هڅې وشي.
مېرمن بحوث دغه څرګندونې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د ملګرو ملتونو د ښځو د کمېسیون په ۶۸مه غونډه کې وکړې.
د دې غونډې موضوع د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو د امنیت له اړخه وه.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشرې وويل چې په دې غونډه کې يې له افغان مېرمنو څخه اورېدلي چې امنيت د دوى لپاره څه مانا لري.
دغه غونډه سه شنبه د کب ۲۲ نيټه د عربي متحده اماراتو ،انګلستان ، د بهرني پرمختيايي انسټيټیوټ او د څيړنې او پراختيا موسسې په کوربه توب د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې جوړه شوه.
د متحده عربي اماراتو استازولۍ په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې غونډه کې د افغان ښځو او نجونو پر ژوند د بې وزلۍ اغېزې او د هغې پر پایلو خبرې وشوې.
په یادښت کې راغلي چې په افغانستان کې شته بې وزلي کورنۍ دې ته اړ باسي چې د خوراکي توکو د برابرولو لپاره ناشوني هڅې وکړي او دا کار ښځې او نجونې له ګواښونو سره مخ کوي.