ای‌ او اېم:له وروستیو پېښو،بدلونونو او فرمانونو اغېزمن شویو کسانو ۸۰سلنه ښځې او ماشومان دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۳

د کډوالۍ نړۍواله اداره وایي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې افغان ښځې او نجونې په زیاتېدونکې توګه له محدودونکو فرمانونو سره مخامخ شوې چې د ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند په ټولو برخو کې د دوی ګډون محدود شوی دی.

دغې ادارې د یوې انځوریزې مقالې په خپرولو سره لیکلي، دې کار په مېلیونونه ښځې په کور کېنولې او په ټولنه کې یې مهمې ونډې محدودې کړې.
دغه اداره وایي، چې له دغو ستونزو سره، سره د دوی پر وړاندې په وروستیو میاشتو کې وضعیت د بشري کړکېچونو له امله لا پېچلی شوی دی.
دغه اداره زیاتوي، چې په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې په ویجاړونکې زلزلې او بیا د همدې کال په لړ کې په نومبر میاشت کې د پاکستان د حکومت له‌خوا د بې اسناده کډوالو په اړه د فرمان له پلي کېدو وروسته په سلګونه زره افغانان بېرته ستنېدو ته اړ شوي، چې د مالوماتو له مخې په اغېزمن شویو کسانو کې ۸۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
ای او اېم لیکلي، په وروستیو میاشتو کې قانوني او اقتصادي شرایطو په بهر کې د کډوالو افغانانو ژوند څه ناڅه ناشوني کړی او ډېری افغانان په افغانستان کې د ننه هم د یو نا څرګند برخلیک سره مخامخ دي.
تر دې وړاندې د خوړو نړۍوال پروګرام د خوړو د برخې مشر راجرز وینیاما د فبرورۍ په ۲۴مه ویلي و:« د افغانستان د خوړو څانګه اټکل کوي، چې په ۲۰۲۴کال کې به شاوخوا څلور مېلیونه ښځې او ماشومان د سختې خوارځواکۍ سره مخ وي.»
د خوړو نړۍوال پروګرام تر دې وړاندې ویلي و، د بودجې د کمښت له امله اوس له ۱۶ مېلیونه وږو خلکو څخه یوازې اووه مېلیونه خلکو ته بېړني خواړه چمتو کوي.
له بل پلوه د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزپ بورل د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې د بشري حقونو وضعیت او د ژوندانه له ټولو برخو د افغان مېرمنو څنډې ته کول د اندېښتې وړ دي او باید پر طالبانو فشار راوړل شي.
هغه وایي: «دغه وضعیت په نړۍ کې بې‌ساری دی او نور د زغملو نه دی.»

نور خبرونه

رادیو