د ملګرو ملتونو په جینیوا دفتر کې د افغان ښځو د عکسونو یو نندارتون جوړ شو

AP ۱۴۰۲ کب ۲۳

ملګرو ملتونو ادارې د سه شنبې په ورځ په اېکس پاڼه د دغه نندارتون یوه ویډیو خپره کړې او لیکلي یې دي، چې دغه نندارتون د افغان ښځو د مبارزو او استقامت ښکارندویي کوي.

په دغه وینا کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې افغان ښځې له سختدریځيو او محدودیتونو سره مخامخې دي او هنرمندې نجونې له خپلو هنرونو له پاللو هم محرومې شوې دي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره هم مهاله د موسیقۍ تر څنګ پر نورو هنرونو هم سخت بندیزونه لګول شوي او هنرمندانو ته د دې اجازه نه شته، چې په خلاص مټ انځورګري وکړي او خپل هنرونه وپالي.
تېره میاشت په کابل کې د پېغلو انځورګرو نجونو د انځورګرۍ یو نندارتون پرانیستل شوی و؛ خو انځورګرو نجونو ویل چې دوی د دې اجازه نه لري، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه وباسي او یا هم په خپله خوښه انځورګري وکړي.

نور خبرونه

رادیو