د طالبانو کډوالو وزارت وايي، له پاکستانه څه باندې ۳۰۰ افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۳

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستانه ۳۲۲ افغان کډوال په جبري ډول راستانه کړل شوي.
دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال یوازې د تورخم له لارې افغانستان ته را اړول شوي دي.

د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د چهار شنبې په ورځ د (کب ۲۳مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۵۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۲ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
یاد وزارت ویلي دغه کډوال په دوو جوپو کې د کب میاشتې په ۲۱مه او ۲۲ نېټه له پاکستانه راستانه شوي او دغه ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
پاکستاني رسنیو نن چهارشنبه د کب ۲۳مه راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغان کډوالو شمېر ۵ لکه، ۱۳ زره او ۵۰۶ تنو ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.
په راپور کې راغلي، چې د مارچ له دویمې څخه د مارچ تر ۱۲مې نېټې له ۱۰۲۴۵ ستنو شویو افغانانو له ډلې ۳۲۵۴ یې نارینه، ۲۵۴۷ ښځې او ۴۴۴۴ یې ماشومان وو.

نور خبرونه

رادیو