ایراني چارواکي: د ناقانونه افغان کډوالو ایستل په جدي توګه دوام ولري

AP ۱۴۰۲ کب ۲۲

د ايران د فارس ولايت د کډوالو او بهرنيو وګړو د چارو رييس ویلي، چې له دغه ولايت او په تېره بيا له شېراز ښار څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ايستلو لړۍ په جدي توګه دوام لري.

د شمېرو له مخې په فارس کې ۳۵۸ زره افغان کډوال مېشت دي، چې تېر کال شاوخوا ۱۲۰ زره دغه ولایت ته داخل شوي دي.

د ایران ایرناخبری اژانس د راپور له مخې؛ بهرنګ قرباني د افغان مهاجرینو د راغونډولو په برخه کې د شېراز د پولیسو د مشر د هلو ځلو د قدردانۍ پرمهال وويل: «تر هغو چې وروستی غيرې قانوني افغان کډوال مو نيولی او ايستلی نه وي، تر هغه به دغه بهير ته دوام ورکړو.»

قرباني وويل: «په فارس کې د افغان کډوالو د شتون په اړه د خلکو د ناخوښۍ له امله موږ د کورنيو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې د هغو ١٢٠ زرو افغان کډوالو د موقتې استوګنې جوازونه چې تېر کال فارس ته داخل شوي وو، تمديد نه کړي او هغوی وباسي.»

هغه زیاته کړه: «په تېرو میاشتو کې مونږ د غیر قانوني افغان کډوالو د شتون په هکله د ایراني اتباعو د نارضایتۍ او سختو شکایتونو شاهدان وو او د کډوالو د راغونډولو او اخراج د پلان په اجرا سره دغه نارضایتي هم تر ډېره حده کمه شوې ده. ښاریان له دې اقدام څخه راضي دي.»

د ایرنا د خبر له مخې؛ د فارس د ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې مشر د کډوالو د ايستلو د شمېر په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته یې کړه، چې د قانوني کډوالو سربېره په فارس ولایت کې له ۵۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو پوري غيرې قانوني کډوال شته.

په همدې حال کې افغانان په ایران کې د کډوالو ترټولو لوی نفوس جوړوي اودغه هېواد لکه پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ګړندی کړی دی.

نور خبرونه

رادیو