د طالبانو کډوالو وزارت: له ایران او پاکستانه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه کړل شوي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۲

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه څه باندې دوه زره افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه کړل شوي.
ويل کیږي، په دغو کډوالو کې له دوه زرو زیات کډوال له ایرانه او ۲۱۷ تنه کډوال له پاکستانه راستانه کړل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت له ایرانه د را اوښتو کډوالو کره شمېر نه دی ښودلی او یوازې له څه د پاسه دوه زرو کډوالو خبره یې کړې.
د طالبانو کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د دوشنبې ورځ د (کب ۲۱مه) نېټه په اېکس پاڼه لیکلي چې د افغان کډوالو ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۷ تنه کیږي د ننګرهار تورخم له لارې هېواد ته په زور راستنې کړل شوې دي.
یاد وزارت ویلي د کب میاشتې په ۲۰مه نېټه له پاکستانه راستانه شوي ټول کډوال په جبري ډول هیواد ته راستانه کړل شوي دي.
کډوالو وزارت وړاندې وايي، راستانه شوي کډوال یې تر ثبتېدو وروسته د کډوالو عالي کمیشنرۍ او کډوالو نړېوال سازمان ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ور پیژندلي دي.
بلخوا د طالبانو کډوالو وزارت ويلي له ګاونډي هیواد ايران څخه هم له دوه زرو زیات افغان کډوال چې په دوی کې کورنۍ او مجرد کسان شامل و د روانې کب میاشتې په ۲۰مه د هرات ولایت اسلام کلا له پولې څخه په خپله خوښه او زور را اړول شوي دي.
دغه وزارت وايي، په دغو راستنو شويو افغان کډوالو کې ۲۹ تنه بې سرپرسته ماشومان هم دي چې په هرات کې د وارچایلډ موسسې ته د دوی د کورنیو تر موندولو پورې ورسپارل شوي دي.
ويل کیږي، په دغو کډوالو کې یو شمېر چې وړ پیژندل شوي ورسره ځینې نغدي او روغتیايي مرستې هم شوې دي.
له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل دوام لري او هره ورځ په منځني کچ ۱۵۰۰ افغان کډوال له دواړو هیوادونو په زور ایستل کیږي او په افغانستان کې هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د طالبانو حکومت په سر کې ژمنې کړې وې چې له ګاونډیو هیوادونو ورتلوونکو کډوالو سره د مرستو تر څنګ به دوی ته د اوسېدو لپاره ځمکې ویشي خو اوس ډیری هغه کډوال چې افغانستان ته تللي وايي، چې لا یې برخلیک نه دی معلوم او ځمکې یې نه دي ترلاسه کړې.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي و چې له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده، او په دې وروستیو کې تر دې مهاله له پنځو لکو ډیر افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو