د ملګرو ملتونو سر منشي: طالبانو د ښځو او نجونو د ځپلو لپاره تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۲

د ملګرو ملتونو سر منشي په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره اعلان وکړ، چې طالبانو د ښځو او نجونو د حقونو د تر پښو لاندې کولو لپاره تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

انتونیو ګوترېش زیاته کړه، چې نړۍ کړکېچن وختونه تېروي او افغان ښځې او نجونې له سختو ګوزارونو سره مخ دي.
ګوترېش نن د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ښځو د مقام د کمیسیون په ۶۸مه غونډه کې په خپله وینا کې په ځانګړې توګه په جګړه ځپلو هېوادونو کې د ښځو د وضعیت پر ښه والي ټینګار وکړ.
د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ښځو د مقام کمیسیون غونډه چې تر ټولو لویه نړیواله غونډه د، هر کال په نیویارک کې جوړیږي.
د طالبانو حکومت چې د ښځو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو په لګولو سره په نړۍ کې د ښځو ضد بلل کیږي، تل یې د نړیوالو په ځانګړې توګه د اسلامي هېوادونو دا غوښتنه رد کړې چې په خپلو فرمانونو کې بدلون راولي.
د طالبانو په نږدې درې کلنه واکمنۍ کې ښځې له ډېرو اساسي حقونو لکه زده کړې، کار، سپورټ، سفر او ان پارک ته له تګ څخه محرومې شوې دي.
په دې موده کې د ښځو د حقونو فعالانو په ځلونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د "جنسيتي توپیر" د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر پرون په اېکس کې د اندیښنې په څرګندولو سره همداراز لیکلي، چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د عادي کېدو په لور روان دي.
انتونیو ګوترېش د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د خبرو پر مهال د ښځو د وضعیت په اړه ووېل: "ډیر شواهد شته چې ښيي کله پروګرامونه یوازې د نارینه وو لخوا جوړیږي، د مغرضانه لوګاریتمونو لامل کیږي او د دوی اساسي حقونه له پامه غورځول کیږي."

نور خبرونه

رادیو