رینا امیري: د افغانستان خلک حق لري، چې بې پرې او خپلواک قضايي سیسټم ولري
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/a1947bac49a70591b9343f6dda48c7b87d599c06-2176x1451.jpg?rect=0,114,2176,1224&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
د «ښځینه قاضیانو د نړۍوالې ورځې» په پار د ښځو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې وايي، چې د طالبانو د فرمانونو له مخې ټولې ښځینه قاضیانې په کور کېنول شوې چې له دې امله ګڼو افغان مېرمنو ته په قضایي برخو کې ستونزې راولاړې شوې دي.
رینا امیري د (کب په ۲۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، هغې ته پر دغې ورځې هغه مېرمنې وریادېږي چې په افغانستان کې یې د قاضیانو په توګه دندې لرلې.
هغې زیاته کړې: «د طالبانو پر له پسې فرمانونو ګڼې ښځینه قاضیانې په کور کېنولې او هغه افغانانې چې زیانمنوونکې وې او پر دغو قاضیانو ډادمنې وې، هغوی یې نهیلې کړې.»
د دغو ښځينه قاضیانو چې یوه برخه یې له هېواده وتلې او یو شمېر یې لا هم د ننه په افغانستان کې ژوند کوي وایي، چې د کار پر مهال یې د طالبانو د دوسیو د څېړلو له امله اوس له سختو ګواښونو سره مخامخې شوې دي.
طالبانو د خپلې دویمې واکمنۍ له پیله له ۵۰ ډېر فرمانونه د ښځو پر ضد صادر کړي او هغوی یې له ټولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو محرومې کړې، چې له دې امله هم په کور د ننه او هم د نړۍوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي.