د طالبانو د کډوالو وزارت: له پاکستانه څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال په جبري توګه راستانه شول

AP ۱۴۰۲ کب ۲۰

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه لیکي، چې د تورخم له لارې ۱۴۲ افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه راستانه شول.

دغه وزارت وايي، یاد شمېر کډوال د تورخم له لارې له پاکستانه په زرو راستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن یکشنبه د (کب ۲۰مه) په ایکس پاڼه د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي چې ۲۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۴۲ تنه کیږي په جبري توګه هېواد ته راستنې شوې.

د وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر کډوال وړمه ورځ د کب په ۱۹مه هیواد ته راستانه شوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کډوال تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړېوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

تېره اوونۍ د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی و چې؛ افغانستان ته د افغان کډوالو د پلان له پلي کېدو راهیسې پنځه لکه، درې زره او ۷۲۱ افغان کډوال په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت تېره ورځ شنبه ‏د ننګرهار د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې خبر ورکړی و، چې ۴۷۱ تنه افغان کډوال د کب پر ۱۷مه په جبري توګه له پاکستانه ستانه کړل شوي.

که څه هم د پاکستان مخکني لومړي وزیر انوارالحق کاکړ ویلي و، چې د کډوالو پر وړاندې دغه پرېکړه سمه وه او راتلونکی حکومت باید دغه لړۍ روانه وساتي. خو د شهباز شریف په مشرۍ نوي راغلي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي چې د کډوالو په زور ایستلو لړۍ به روانه ساتي او که بدلون به پکې راولي.

نور خبرونه

رادیو