رینا امیري: افغانستان په کال کې څه باندې یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۰

د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې افغانستان د طالبانو د افراطي سیاستونو له امله په کال کې څه باندې یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي.

دغې استازې په اېکس لیکلي، چې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د طالبانو بندیزونو ټولو افغانانو ته زیان اړولی.

رینا امیري همداراز لیکلي، د دې لپاره چې افغانستان د مرستو له انحصار او بېوزلۍ څخه وژغورل شي، دغه بندیزونه باید لرې شي.
د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام اټکل کړی و، چې یوازې پر ښځو د طالبانو بندیزونه د افغانستان اقتصاد ته له ۶۰۰ میلیون څخه تر یو ملیارډ ډالرو پورې زیان رسولی دی.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې د نجونو پر ټولو روزنیزو چارو او د ښځو پر کار کولو بندیزونه لګولي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم د جمعې په ورځ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، چې که په ټوله نړۍ کې د کار په ځواک کې د جنسیت تشه ډکه شي، د نړۍ اقتصاد ته به شاوخوا ۲۸ ټریلیون ډالره زیات شي.

نور خبرونه

رادیو