خالد حنفي: اسلام ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي،‌ مونږ یې چې نه ورکوو دا زمونږ ګناه ده

AP ۱۴۰۲ کب ۲۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د یکشنبې په ورځ په میدان وردګ ولایت کې یو غوڼډې ته د طالبانو د امربالمعروف وزیر محمد خالد حنفي یوه وینا خپره کړې چې وايي؛ اسلام ښځو ته د هغوی حقونه ورکړي او دا چې دوی یې نه ورکوي دا د دوی ګناه ده.

هغه وايي، چې کفري نړۍ (نړۍواله ټولنه) مېرمنو ته د هغو د لوڅو ګرځېدو سپارښتنه کوي او ورته وايي، چې ستاسو په دې کې عزت دی.

هغه ټینګار کوي: “کفري نړۍ په دې اړه ډېر کار وکړ، اوس ټول وايي‌، چې د مېرمنې عزت د هغې په لوڅ والي کې دی. مګر مونږ دا کار نه شو کولی، ځکه چې د مېرمنو عزت د الله په قران، قانون او په حجاب کې دی.”

د طالبانو دغه وزیر وايي، چې اوس نړۍواله ټولنه د ښځو د حقونو نارې وهي؛ خو په اصل کې د ښځو حقونه اسلام ورته ورکړي دي.‌

سره له دې، چې نوموړی د اسلام له خوا مېرمنو ته هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار کوي‌ او د خلفای راشدین د وخت نقلونه کوي،‌ چې په هغه دوره کې مېرمنو ته د هغوی حقونه ورکړل شوي وو؛ خو دا چې اسلام په هر نر او ښځه تعلیم فرض کړی، دې موضوع ته هېڅ اشاره نه کوي.

د طالبانو د امربالمعروف وزیر د دوی د نورو چارواکو په شان د اسلام ټول روایتونه د خپل دریځ د غښتلتیا لپاره کار کړي دي او کوم حقونه چې اسلام په واضح توګه د ښځو لپاره ځانګړي کړې، هغوی ته له اشارې ډډه کوي.

ښاغلی حنفي د غوڼډي له ګډونوالو غواړي، چې لاسونه سره یو کړي او استقامت پېدا کړي.

هغه وايي، چې د نړۍوالې ټولنې له خبرداریو باید و نه ډار شي او باید د خپلو “شهیدانو” ارمانونو ته پاملرنه وکړي.

هغه زیاتوي: “مونږ او تاسې خو به سبا الله ته ځو، الله او اول شهدا به مونږ نه دا پوښتنه وکړي، چې زما د دې قیمتي وینې په بدل کې تا څه وکړل، ماته ځواب راکړه؟ مونږ شهیدانو ته ځواب نه شو ورکولی، الله ته به څه ځواب ورکړو؟”

هغه په غوڼډه کې په نانستو کسانو غږ کوي، چې د بدو کارونو د مخنیوي لپاره، باید سره لاسونه ورکړي او ملا وتړي.

نور خبرونه

رادیو