جرمني کې د ښځو د حقونو ملاتړې ډلې په نړیواله محکمه کې د طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۲ کب ۱۹

د جرمني په شتوتګارت ښار کې د افغان فعالانو یوې ډلې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه اعتراضي غوڼډه کې په نړیواله محکمه کې د طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه کړې ده.

دغو فعالانو ویلي، چې طالبانو افغانستان «د ښځو او نجونو لپاره د جسمي او رواني شکنجې» پر ځای بدل کړی دی.

دغو فعالانو د شنبې په ورځ (د کب ۱۹مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د محدودیتونو په لګولو سره ښځې د کار، زده کړو او فردي ازادۍ له حقونو بې برخې او له ټولنیز ژوند څخه یې څنډې ته کړي دي.

په اعلامیه کې راغلي: "د طالبانو زندانونه له هغو ښځو ډک دي چې پرته له کوم جرم څخه شکنجه کیږي او جنسي تېری پرې کیږي."

د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت دغو د بشري او د ښځو د حقونو فعالانو د افغانستان له خلکو غوښتي، چې ښځې دې نه هېروي او د افغانستان د تاریخ په دې تور فصل کې دې د هغوی تر څنګ ودرېږي.

همدا راز، دغو فعالانو له نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو هم وغوښتل چې په افغانستان کې دې «جنسیتي تبعیض» د جرم په توګه وپېژني او له عاملینو سره دې یې قانوني چلند وکړي. دوی په نړۍواله محکمه کې د طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغان مېرمنو سره دې په «صادقانه» توګه ودریږي او د هغوی غږ دې واوري.

دغو معترضو فعالانو په کابل کې د يوناما له دفتره هم وغوښتل چې د طالبانو له زندانه د منیژه صديقي او نورو ښځينه بنديانو د خلاصون لپاره کار وکړي.

د جرمني په شتوتګارت ښار کې د ښځو د حقونو فعالانو د اعلامیې په وروستۍ برخه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې له طالبانو سره دې له تعامله ډډه وکړي. دوی د طالبانو په رسمیت پېژندنه د «نړۍوال تروریزم» په رسمیت پېژندنه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو