رینا امیري: که نړۍ له افغان ښځو ملاتړ ونکړي، د ښځو حقونه به په هر ځای کې له ګواښ سره مخ شي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۹

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي:« موږ د طالبانو د سختو، سیستماتیکو او افراطي فرمانونو په وړاندې د خپلو د حقونو د دفاع په برخه کې د افغان مېرمنو او نجونو د زړورتیا ستاینه کوو.»

هغې د مارچ اتمې د ښځو نړۍوالې ورځ په مناسبت يه اېکس پاڼه لیکلي، که نړۍ له افغان ښځو ملاتړ ونکړي؛ نو د ښځو حقونه به په هرځای کې له ګواښ سره مخ شي.

ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ هم ویلي:« موږ نن د ښځو د نړۍوالې ورځې په ویاړ، د خپلو حقونو د خوندي کولو په برخه کې ‌د افغان مېرمنو او نجونو نه ستړې کېدونکې هڅې او زړوړتیاوې نمانځو.»

هغه په اېکس پاڼه لیکلي، افغان ښځې او نجونې باید تعلیم وکړي، کار وکړي، د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي او په عامه ژوند کې برخه واخلي چې دا د افغانستان او سیمې د ټیکاو لپاره تر ټولو اړینه ده.
تېره ورځ د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې د یوې خبرپآڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي و، چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه پای ته ورسوي؛ که نه نو دا هېواد به د لا زیاتې بې وزلۍ او انزوا سره مخامخ شي.
ملګرو ملتونو د ښځو پر نړۍواله ورځ په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.
له بل پلوه بیا شنبه‌های ارغواني غورځنګ د ښځو نړۍوالې ورځې په پار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې طالبانو نړۍوالې ټولنې ته د خپلو ټولو ژمنو خلاف د افغانیت او اسلامیت په نامه ښځې او نجونې له خپلو ټولو انساني او اسلامي حقونو او ازادیو محرومې کړې او له ټولنې د هغوی د سیستماټیکو حذفولو سره یې « بشري ضد جنایت» او « جنسیتي توپیر» ترسره کړی دی.
دغه غورځنګ ویلي و، چې طالبانو ته فرصت مه ورکوئ او مشران یې محکمې ته راکاږئ او نومونه یې په تور نوملړ کې ورزیات کړئ.

نور خبرونه

رادیو