د ملګرو ملتونو سرمنشي: د ښځو لپاره د حقوقي برابرۍ تر لاسه کول ښايي ۳۰۰ کاله وخت ونیسي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۹

د ملګرو ملتو سرمنشي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل، د ښځو لپاره د قانوني برابرۍ ترلاسول ممکن کلونه وخت ونیسي.

انتونیو ګوتریش افغانستان د ښځو د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو تر ټولو ښکاره بېلګه وبلله او ویې ویل، په نړۍ کې د جنسیتي برابرۍ لپاره مبارزه ډېره ستونزمنه شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې د ښځو د حقونو په اړه نړیوال غبرګون له ګواښ سره مخ شوی او په ځینو مواردو کې په پرمختللو هېوادونو کې پرمختګونه په شا شوي دي.

انتونیو ګوتریش وویل، افغانستان د ښځو د حقونو د شاتگ یوه ښکاره بیلګه ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زدکړو، له کوره بهر د کار کولو، د پارکونو او د سینگارتونونو د سالونونو په ګډون له ډیرو عامه ځایونو منع کړې دي.

هغې وويل، د بدلون په اوسني وخت کې، د ښځو لپاره قانوني برابري ښايي ۳۰۰ کاله وخت ونيسي.

په خپل پیغام کې ګوټریش "د جنسیت له مخې د تاوتریخوالی روانې وبا، لږ تر لږه شل سلنه د تنخا جنسیتي کمښت او په سیاست کې د ښځو کم ګډون ته اشاره وکړه.

د دې سازمان سرمنشي د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په اسمبلۍ کې د نړۍ د مشرانو کلنۍ غونډې ته اشاره وکړه، چې یوازې ۱۲ سلنه ویناوالې یې ښځې وې.

ګوټریش وویل: "هغه نړیوال بحرانونه چې موږ ورسره مخ یو د ښځو او انجونو تر ټولو سخت زیانونه - له فقر او لوږې ترڅنګ د اقلیم بدلون ، جګړې او ترور دي."

د ښځو د کال له شعار سره د طالبانو مخاخ کېدل

د ښځو نړیواله ورځ د شلمې پیړۍ په پیل کې په شمالي امریکا او په ټوله اروپا کې د کارګرانو له خوځښتونو څخه سرچینه اخلي او په رسمي توګه د ملګرو ملتونو لخوا په ۱۹۷۷ کې په رسمیت وپیژندل شوه.

د سږ کال موضوع د مساواتو په لور د پرمختګ د ګړندي کولو سره په ښځو او نجونو پانګونه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت، یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، هغه څه چې په دې هېواد کې روان دي، د ښځو او نجونو په برخه کې د پانګونې برعکس دي.

هغې د طالبانو له خوا د حجاب د سرغړونې په تور د ښځو او نجونو وروستي نیول د ښځو له بشري حقونو سرغړونه وبلله او ویې ویل چې دا ښځو او نجونو ته "سخت شرم" دی.

د امنیت شورا غړو ته په وینا کې، د یوناما مشرې وویل چې دا "د ښځو په پراخه نفوس کې یو زړه بوږنونکی اغیزه لري، چې ډیری یې اوس په عامه ځایونو کې د وتلو ویره لري."

یوتنبایوا یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې پر ښځو محدودیتونه لیرې کړي او خبرداری یې ورکړ، چې دا محدودیتونه نور هم پر ځای پاتې شي، "دا به نور زیانونه واړوي."

نور خبرونه

رادیو