د افغانستان لپاره د بشري حقونو ټلواله: نړۍواله ټولنه دې د ښځو د ستونزو پلټنه وکړي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۹

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ټلوالې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان د نجونو او مېرمنو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.

دغې ټلوالې ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې په نړۍوالو پرېکړو کې د ښځو د رغنده برخې اخیستنې ضمانت وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو ټلواله له نهو نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو له بنسټونو جوړه ده.
د بخښنې نړۍوال سازمان، د ازادۍ کور، د بشري حقونو د مدافعینو ټولنه، د بشري حقونو د څار سازمان، د نړۍوال سازمان د ربړونې پر ضد بنسټ، د ښځو لپاره د سولې او خپلواکۍ د نړۍوال فډراسیون د دغې ټلوالې غړي دي.
دغې ټلوالې د جمعې په ورځ د (کب ۱۸مه) د ښځو د نړۍوالې ورځې په پار د افغان مېرمنو او نجونو د وضعیت په اړه خبرپاڼه هم خپره کړه.
دغې ټلوالې د طالبانو له‌خوا په تېرو دوه نیمو کالو کې پر نجونو او مېرمنو، د بشري حقونو فعالانو، مدني ټولنې، خبریالانو او رسنیو، مذهبي او قومي لږکیو لګول شویو بندیزونو ته په اشارې ویلي، چې دغه بندیزونه د عقیدې د خپلواکۍ او جنسیتي انډول پر خلاف له نړۍوالو قوانینو سرغړاوی دی.
په خبرپاڼه کې له نړۍوالې ټولنې غوښتل شوي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک سره سم چې د ۲۰۰۰ کال د اکټوبر په ۳۱مه د ښځو، سولې او امنیت په اړه تصویب شوی و، د پرېکړو په ټولو بهیرونو کې دې په ملي او نړۍواله کچه د ښځو حضور تضمین کړي.
دغې ټلوالې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی ټول هغه جرمونه دې وڅېړي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره شوي دي.
د بشري حقونو ټلواله په ۱۴۰۰ کال کې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو او د بشري حقونو د سرغړونو وروسته جوړه شوه.
دغه ټلواله چې د «پرانیستې ټولنې یا جامعه باز» په مالي ملاتړ جوړه شوې ده، په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې څاري او د افغانانو د حقونو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

نور خبرونه

رادیو