د طالبانو رسمي رسنۍ د قرغزستان د انرژۍ د مرستیال وزیرې مخ سانسور کړ

AP ۱۴۰۲ کب ۱۹

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د لاسلیک د مراسمو په انځور کې د قرغزستان د انرژۍ وزارت د مرستیالې نازگل یوسنووا مخ سانسور کړ.

د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې دغه مراسم پرون د جمعې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې ترسره شول.

د قرغزستان رسنیو د راپورونو له مخې،نازگل یوسنووا د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې د انرژۍ وزارت د مرستیالې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د کاسا ۱۰۰۰ د ګازو د لېږد پروژې اړوند په یو شمېر نورو غونډو کې هم لیدل کېږي.

تر دې مخکې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي تلویزیون د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایوا مخ هم سانسور کړی و.

یوځل د طلوع نیوز خصوصي رسنۍ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې سینه سانسور کړه، چې په ټولنیزو شبکو کې یې ګڼ غبرګونونه راوپارول.

تر دې مخکې په کندهار کې چې د طالبانو اصلي ځای بلل کېږي، د دغه ولایت والي د ژوندیو موجوداتو انځور حرام بللی و.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون هم له کندهار څخه په یوه راپور کې د خلکو مخونه سانسور کړي وو.

په افغانستان کې د رسنیو پر کار بندیزونه ورځ په ورځ زیاتیږي.

په دې وروستیو کې د خبریالانو د ملاتړ یوه مرکز اعلان کړی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د رسنیو له مسوولینو سره په خبرو کې خبرداری ورکړی، که ښځینه خبریالانې په ټلویزیون کې د راڅرګندېدو پر مهال خپل مخونه پټ نه کړي، ښايي د دغې ډلې مشرتابه د تل لپاره په رسنیو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګوي.

نور خبرونه

رادیو