ظاهر اغبر:طالبانو د نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو پرځای هغه مدرسې زیاتې کړې، چې ځانمرګي روزي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۹

په تاجکستان کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر ظاهر اغبر وایي:« د مارچ اتمه په داسې حال کې لمانځو، چې د هېواد دننه مو مېرمنې د طالبانو په واکمنۍ کې د بندیانو په څېر له هر ډول ازادۍ او حقونو بې برخې دي.»

ښاغلي اغبر تېره ورځ د تاجګستان په پلازمېنه دوشنبې کې د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې طالبانو د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي؛ خو د هغې پرځای یې هغه مدرسې زیاتې کړې چې په کې ځانمرګي او ترهګر روزل کېږي، چې دغه کړنې نه یوازې د افغانستان لپاره؛ بلکې د ټولې نړۍ لپاره د خطر زنګ دی.
هغه له ټولو هغو هېوادونو مننه کړې، چې د طالبانو د نه په رسمیت پېژندنې مسله کې سره په یوه خوله دي.
هغه له هغو طالبانو چې سوله غوښتونکي، نرم او په نوي او ازاد افغانستان باور لري، غواړي چې د افراطي او تندلارو طالبانو څخه خپله لاره بېله کړي او خپل مشروعیت د نړۍ پر ځای له افغان ولس څخه وغواړي.
په دغې غونډه کې د ښځو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوې او د ځوانانو د مشاعرې تر څنګ د موسیقۍ پروګرامونه هم وو.
ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی نصیر احمد فایق وایي، څه کم درې کاله کېږي چې افغان ښځې د کار او زده‌کړو په ګډون له خپلو‏ ټولو حقونو او ازادیو څخه بې برخې دي او د طالبانو د افراطي او ناوړه باورونو او سیاستونو له امله له سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو حذف شوې دي.
هغه د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په اېکس پاڼه لیکلي:« د افغانستان زړورو مېرمنو چې د نارینه‌و ترڅنګ د افغانستان په وده او پرمختګ کې یې پراخه ونډه لرله د نیونې، ربړونې او ګواښونو سره، سره یې د خپلو حقونو لپاره هم په کور دننه او هم بهر مبارزه او د عدالت غوښتنه کړې ده.»

نور خبرونه

رادیو