د مارچ اتمه د ښځو نړۍواله ورځ او له دې ورځې د افغان ښځینه فعالانو تعریف

له نن څخه ۱۱۶ کاله مخکې د امریکا په نیویارک کې ۱۵۰۰۰ کاریګرو ښځو د ظلم، بې عدالتۍ او د جنسیتي توپير پر وړاندې د درېدو تاریخ جوړ کړ.

له ۱۹۰۸ کاله مخکې چې د ښځو کاري ساعتونه زیات او تنخواوې یې کمې وې او د نړۍ په هیڅ یوه هېواد کې ښځو د رای ورکولو حق نه درلود، زرګونو ښځو د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې د برابرۍ، لوړو تنخواوو، د کاري شرایطو د سمون شعارونه ورکړل او نړۍ یې ولړزوله.
تر دغو اعتراضونو یو کال وروسته د ښځو ملي ورځ د امریکا د سوسیالست ګوند له‌خوا اعلان شوه، چې په دې سره بیا د توپيري چلند پر ضد مبارزه نوره هم غښتلې شوه.
په ۱۹۱۰ م کال کې د المان سوسیالستې مبارزې او د ښځو د حقونو فعالې کلارا زېټکېن په کوپنهاګن کې د کارګرو ښځو په نړۍوال کنفرانس کې د ښځو د نړۍوال پیوستون د ورځې په نامه د کال د یوې ورځې وړاندیز وکړ.
په دغه نړۍوال کنفرانس کې چې د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه سلو ښځینه فعالانو برخه اخیستې وه، په یوه غږ سره د زېټکېن وړاندیز ومانه او د مارچ اتمه یې د ښځو د نړۍوالې ورځې په توګه اعلان کړه.
تر دې وروسته بیا په ۱۹۱۱ م کال کې دغه ورځ په لومړي ځل په اتریش، ډنمارک، جرمني او سویتزرلنډ کې ونمانځل شوه.
که څه هم ډېر کلونه د دغې ورځې د لمانځنې تېرېږي؛ خو د نړۍوالو رسمي سازمانونو له‌خوا یې رسمیت نه درلود.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په ځانګړې توګه بیا د اروپایي او امریکایي ښځو د کلونو مبارزو وروسته په ۱۹۷۵م کال کې د مارچ اتمه د ملګرو ملتونو له‌خوا په رسمیت وپېژندل شوه.
د یادو کلونو د مبارزو له پیله تراوسه پورې په ډېرو هېوادونو کې د هرې ورځې په تېرېدو او د مبارزو پر دوام سره ښځو وار په وار سره خپل حقونه ترلاسه کړل، تر هغې چې په ۲۰۲۳ کال کې د جورج ټاون انسټیټیوټ او د اوسلو د سولې څېړنیزې موسسې د خپلو موندنو په اړه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې ډنمارک، سویس او سویډن په ترتیب سره د ښځو لپاره تر ټولو غوره هېوادونه دي.
اخوا، دغه څېړنیز بنسټ بیا افغانستان ته ۰.۲۸۶ نمرې ورکړې او د نړۍ د ۱۷۷ هېوادونو له منځه یې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد وباله.
سره له دې چې د مارچ اتمه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کېږي؛ خو په افغانستان کې بیا داسې ښځې هم شته، چې دا ورځ نه پېژني او ان نوم یې هم نه دی اورېدلی.
د جمهوریت په شلو کلونو بیا په ځانګړې توګه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې له دې ورځې نمانځنه کېده؛ خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغه حق هم له افغان ښځو واخیستل شو او طالبان د دې ورځې نمانځل د لوېدیځوالو پروژه ګڼي.
سږکال د مارچ اتمه په داسې حال کې په نړۍ کې نمانځل کېږي، چې له تېرو دوو کلونو راهېسې افغان ښځو دغه ورځ نه ده نمانځلې، ان که له افغانستانه وتلې هم دي.

د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په کتو سره د مارچ له اتمې څخه د افغانو ښځینه فعالانو تعریف څه دی؟

له څه باندې دوو کلونو راهېسې د افغانستان نیمایي برخه چې ښځې جوړوي، د طالبانو له جبر، ظلم، تاوتریخوالي او لسګونو نورو ناخوالو سره مخ دي.
له دغو ناخوالو سره، سره بیا هم افغان ښځې د مبارزې ټینګ هوډ لري او د افغانستان په ګډون د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه خپل غږ پورته کوي.
د پوهنتون پخوانۍ استاده نرګس مومند له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې د ښځو د نړۍوالې ورځې په اړه داسې وایي.
((د مارچ اتمه بیا را ورسېده؛ خو د سختې توند لارۍ له امله به نه له دې ورځې یادونه وشي او نه به ونمانځل شي.))
اغلې مومند دغه راز زیاتوي: (( بدبختۍ او سیاسي رذالتونه نور کوي؛ خو زور یې د ښځو له کار کولو، ښوونځيو او پوهنتونونو څخه په تګ کې اېستل کېږي.))
نوموړې سره له دې چې هیڅ څوک نه مخاطب کوي؛ خو پوښتنه کوي چې بالاخره به داسې یوه ورځ راشي چې ښځې نورې قرباني نه شي؟


نرګس مومند یوازینۍ افغانه مېرمن نه ده، چې د افغانستان په زرګونو مېرمنو د طالبانو له ظلمونو او جبر څخه په بهر کې کړیږي، داسې زرګونه نورې افغانانې هم شته چې که له افغانستانه وتلي هم دي؛ خو بیا هم د ښځو پر وړاندې د طالبانو له تاوتریخوالي ډک چلند یې ځوروي.
د میدان وردګو ولایت پخوانۍ ښارواله او د ښځو د حقونو فعاله ظریفه غفاري چې اوس‌مهال په جرمني کې اوسېږي، د افغان ښځو د حقونو او د مارچ د اتمې په اړه وایي، چې سږکال یو ځلې بیا د مارچ اتمه نېټه په نړۍ کې په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې افغان ښځې له نږدې درېیو کلونو راهېسې له خپلو انساني حقونو بې برخې دي.
د نوموړې په خبره، د نړۍ ښځې خپلې ازادۍ په داسې حال کې نمانځي، چې د افغانستان شاوخوا شل مېلیونه ښځې نه یوازې له کار، زده‌کړو او ټولنیز مشارکت څخه بې برخې شوې؛ بلکې یو شمېر معترضې ښځې د طالبانو په زندانونو کې تر ربړونو لاندي دي او ځيني یې ان په مرموز ډول وژل کېږي.
اغلې غفاري زیاتوي، چې د افغانستان نوي سلنه ښځې له ناوړه روحي او رواني وضعیت سره مخ دي او په ځينو برخو کې ښځې په ځان وژنو هم لاس پورې کوي، چې دغه پېښې د هرې ورځې په تېرېدو سره زیاتېږي.
ظریفه غفاري د نړۍ په هغو فعالو ښځو او د ښځو د حقونو په ملاتړو بنسټونو نیوکه کوي، چې د بیان ازادي لري خو له افغانو مېرمنو ملاتړ نه کوي.
مېرمن غفاري له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د افغانستان د ښځو د نقض په برخه کې سیاست بند کړي او له جدیت څخه کار واخلي.


دا په داسې حال کې ده چې هره ورځ د نړۍ بېلابېل سازمانونه د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه د خپلو څېړنو راپورونه خپروي.
تراوسه هیڅ داسې راپورنه دی خپور شوی، چې په هغه کې د افغانستان د ښځو د سم وضعیت په اړه لیکل شوی وي، له اقتصادي برخو نېولې بیا تر زده‌کړو، کار کولو جبري ودونو او داسې نورې ناخوالې.
د ښځو د حقونو فعاله حبیبه توخي د مارچ د اتمې په مناسبت وایي، چې افغان ښځې سږکال د ښځو ۱۱۶مه نړۍواله ورځ په داسې حال کې نمانځي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له خپلو ټولو لومړنيو حقونو څخه بې برخې شوې دي.
اغلې توخي له اسلام څخه مخکې د ښځو ژوندي ښخولو ته په اشارې سره وایي،: ((د اسلام په راتګ سره حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د ښځو د حقونو په دفاع د ښځو ژوندي ښخول منع کړل او د اسلام مبارک دين کې ښځو ته خورا ډېر حقوق ورکړل شوي او د تعليم لپاره د فرض کلمه کارول شوې ده.))
د نوموړې په وینا، د طالبانو له بيا واکمنېدو سره افغان ښځې د جهالت او بې سوادۍ په ګور کې ښخې کړل شوې دي.
حبیبه توخي د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه غندي او وايي، چې نه يوازې په تېر شل کلن جمهوريت؛ بلکې د تاريخ په بېلابېلو پړاوونو کې ښځو ته په حاکميت او تعليمي برخو کې ونډه ورکړل شوې د بېلګې په توګه ، نازو انا، زرغونه انا، عينو انا، ملکه ثريا او داسې نورې وياړلې مېرمنې چې يوه پېړۍ مخکې اوسېدې يادولای شو.


پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته طالبانو د ښځو د محدودولو اړوند څه باندې پنځوس فرمانونه صادر کړي دي، چې په هېواد دننه او بهر کې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي دي.
خبریاله او د ښځو د حقونو فعاله مذلفې کاکړ له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې وویل، د ښځو نړۍواله ورځ په داسې حال کې په نړۍ کې لمانځل کېږي، چې افغان مېرمنې له خپلو اساسي او شرعي حقونو څخه بې برخې شوې دي.
نوموړې وایي، که څه هم د ښځو د پرمختګونو پر وړاندې ډېر خنډونه شته؛ خو بیا هم د افغانستان ویاړلې مېرمنې توانېدلي، چې د افغانستان د پرمختګونو په برخه کې ونډه واخلي او د ټولو ناخوالو پر وړاندې ودرېږي.


د بشري حقونو د څار سازمان په روان میلادي کال کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی، چې ښځې او نجونې په کې په رسمي ډول له منځنیو او لوړو زده‌کړو منع شوې دي.
د راپور له مخې، طالبانو د تفریحي پارکونو په ګډون په ګڼو عامه ځایونو کې د ښځو پر تګ راتګ بندیزونه لګولي او له نارینه‌وو پرته د ښځو له کوره وتل د ازادۍ محدودیت لا پسې پراخ کړی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان همداراز په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل نوي راپور کې ویلي دي، چې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي.