د ښځو نړۍواله ورځ؛ کاناډا کې د افغانستان د موسیقۍ د بلبلې مېرمن قمرګل یاد غونډه جوړه شوه

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

د ښځو نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغانستان د موسیقۍ د بلبلې مېرمن قمرګل یاد غونډه د کاناډا په ټورنټو ښار کې د افغان ټولنو له خوا جوړه شوه.

د مېرمن قمرګل یاد غونډه کې چې د مارچ په اوومه (د کب ۱۷مه) جوړه شوې وه، د دې سندرغاړې د هنر په شمول د ژوند په ټولو اړخونو خبرې وشوې. ځینو ځوانو سندرغاړو یې سندرې بیاځلې وویلې.

ایمیل زاخیل چې د مېرمن قمر ګل زوی او د دې یاد غونډې یو جوړنکو دی وایي: «د انټریو ایالت له افغان ټولنو سره مو یو ځای د مارچ د اتمې په مناسبت د مېرمن قمرګل لپاره یاد غونډه جوړه کړه. لازمه وه چې د یوې داسې هنرمندې مېرمنې یاده وشي چې په ډېر زړورتوب یې د موسیقۍ هنر شروع کړی و او د افغانستان د موسیقۍ لپاره یې ډېر خدمت او قربانۍ ورکړې وې.»

مېرمن قمرګل د ننګرهار ولایت له یوه کوچني کلي، شګې، خپل هنر پیل کړ، د غږ خواږه یې دومره ډېر وو چې دا غږ تر ننګرهاره محدود پاتې نه شو. د هغې ښکلي غږ د افغانستان ګوټ ګوټ او ان هم ژبو ګاونډيو هیوادونو ته ورسید.

مېرمن قمرګل د ژوند په اړه د کابل پوهنتون پخواني استاد پوهاند لعل پاچا ازمون د «بلبله» په نوم کتاب لیکلی. په دې کتاب کې د مېرمن قمرګل د ژوند، هنر او مبارزې بیلابیلې برخې راخیستل شوي دي.

پوهاند ازمون وایي: «مېرمن قمرګل ته د وخت حاکمانو د هغې د هنر د لمانځنې په موخه د "بلبلې" لقب ورکړی و.»

د مېرمن قمرګل په یاد غونډه کې د استاد شاه ولي افغان، استاد شادکام، مېرمن هنګامه، استاد شمس الدین مسرور په ګډون د افغانستان دیریو هنرمندانو ګډون کړی و چې د مېرمن قمرګل په اړه یې خپلې خاطرې هم له نورو ګډونوالو سره شریکې کړې.

د افغانستان د موسیقۍ دغه بلبله د ۲۰۲۲ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په نهمه نېټه د سرطان ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

مېرمن قمرګل شپږ لسیزې د افغانستان د موسیقۍ لپاره سندرې وویلې او نه شتون به یې ښايي د تل لپاره د هغې د مینه ترمنځ احساس شي.

نور خبرونه

رادیو