ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړۍواله مبارزه ده

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

ملګروملتونو د ښځو پر نړۍواله ورځ په افغان ښځو او نجونو د محدودیتونو پر پای ټینګار کړی.

افغانستان کې د ملګروملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې ویلي:«د افغان ښځو او نجونو لپاره فضا په چټکۍ سره د تنګېدو په حال کې ده چې له جګړې،بې‌وزلۍ او انزوا څخه د افغانستان د وتلو چاره ستونزمنوي.»

الیسون ډیویډیان وایي، « د افغان ښځو او نجونو وضعیت باید د نړۍوالو اندېښنو او اقداماتو په مرکز کې ځای ولري.»
راپور زیاتوي:« په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړۍواله او په هر ځای کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه ده. هغه څه چې موږ یې کوو، یا یې په کولو کې پاتې راغلي یو؛ د افغان ښځو او نجونو لپاره یوه ازموینه ده او د نړۍوالې ټولنې په توګه موږ د دې حق ترلاسه کولو لپاره ولاړ یو.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د (یوناما) مشره روزا اتنبایوا وایي:« په داسې حال کې چې موږ سږ کال د ښځو نړۍواله ورځ لمانځو، نړۍوال شعار یې 'پر ښځو پانګونه وکړئ' دی او دا باید یوه داسې شېبه وي، چې دلا ډیرې پرمختیا د پیلولو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړو.»

اوتنبایوا زیاته کړې:« دا بیا زړه بوږنوونکې ده، چې موږ یې په افغانستان کې دقیقا برعکس حالت وینو، یوه ناورین زېږوونکې پانګونه چې ښځو او نجونو ته د پام وړ زیان رسوي او د تلپاتې سولې او سوکالۍ پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.»
راپور کې راغلي، چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې طالب چارواکو د ښځو او نجونو پر ډېرو لومړنیو ازادیو یو لړ محدودیتونه وضعه کړي چې دندو ته د دوی لاسرسی یې اغېزمن کړی او له کوره بهر یې د دوی د تګ راتګ پر ازادۍ محدودودیت لګولی.
یوناما د طالبانو له‌خوا د بې حجابۍ په تور د وروستيو ځپونکو کړنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د خپلسرو نیونو له وېرې مېرمنې لا نورې انزوا او څنډې کېدو ته اړ وځي.
افغان مېرمنې وايي، چې په هېواد کې د بدلون را منځ ته کولو لپاره د دوی هڅې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا لري.
راپور کې راغلي، چې څه باندې ۱۲ مېلیونه افغان ښځې سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو