پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په ۳۰ میاشتو کې پر ښځینه خبریالانو د لسګونو بندیزونو لګېدل

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، تر ټولو لوی زیان د جمهوریت مهمې لاسته راوړنې د بیان ازادۍ ته ورسېد.

په دغه څېړنیزه او تحلیلي لیکنه کې د طالبانو له حاکمیت وروسته په افغانستان دننه او بهر کې له لسو ښځينه خبریالانو او د خبریالانو د کورنیو ملاتړو بنسټونو له مسوولانو سره د ښځينه خبریالانو د وضعیت په اړه غږېدلي یو او د دې ترڅنګ د ښځينه خبریالانو د کره شمېرو د روښانه کولو په موخه د خبریالانو د ملاتړو نړۍوالو سازمانونو راپورونه مو راسپړلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې په ټول هېواد کابو ۴۹۰ ټلویزیوني شبکو، راډيوګانو او چاپي ورځپاڼو فعالیتونه درلودل، چې له دغه شمېر څخه ۱۴۷ ټلوېزیونونه، ۳۰۷ راډیوګانې او ۳۶ چاپي مهالنۍ وې.
د جمهوریت له سقوط وروسته او واک ته د طالبانو له رسېدو سره د ۷۴ ټلوېزیونونو، ۱۱۹ راډیوګانو او ۳۲ ورځپاڼو فعالیتونه بند شول.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د معلوماتو له مخې، د جمهوري ریاست پر مهال په ټولییزه توګه ۱۱۸۵۸ خبریالان او د رسنیو کارکونکي وو، چې ۵۲۴۰ تنه یې ښځینه خبریالانې وې؛ خو اوس په ټوله کې په افغانستان کې له ۱۰۰۰ څخه کمې ښځینه خبریالانې کار کوي.
د دغه سازمان په خبره، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې کار نه کوي.
په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ بندېزونه او له هېواد څخه د زرګونو خبریالانو وتل، د هیڅ یوه حکومت له لوري د جبرانولو نه دي.
افغان خبریالان د طالبانو له وېرې د هېواد پرېښودو ته اړ شول او یو شمېر نور خبریالان په ځانګړې توګه بیا ښځینه خبریالانې پر رسنیو د طالبانو د سختو بندېزونو له امله لا هم له هېواده د وتلو په هڅه کې دي.
له دې سره سره، ډېر شمېر ښځينه خبریالانې اوس‌مهال د خپلو کورنیو د مسوولیتونو او د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله د طالبانو له سختو فشارونو سره سره له بېلابېلو انځوریزو او غږېزو رسنیو سره کار کوي.
هغه خبریالانې چې له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخامخې وې او اروپایي او امریکایي هېوادونو ته یې د تګ فرصت ترلاسه نه کړ، ځېنو ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان ته کډوالې شوې دي او د کډوالۍ بې برخلیکه او د ژوند تر ټولو سختې شپې او ورځې تجربه کوي.
په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې هغه بندېزونه چې پر ښځينه خبریالانو ولګېدل:
۱- کنفرانسونو او خبري غونډو ته د ښځو د ورتګ مخنیوی
۲- له نارینه خبریالانو او مېلمنو سره د ښځو پر ګډو خپرونو بندیز
۳- د پروګرام کوربنو ته د نارینه‌و د ټلیفوني اړیکې منع کېدل
۴- په ټلویزیونونو کې د ښځینه ویاندویانو د ماسک جبري کېدل
۵- په دفترونو کې د ښځو او نارینه‌و د کار کولو د ځای جلا کېدل
۶- په ټولنیزو پروګرامونو کې د خندا او ټوکو په بشپړه توګه منع کېدل
۷- د خبري پوښښ لپاره ولایتونو ته د ښځينه خبریالانو پر سفرونو بشپړ بندیز
۸- د ښځو پر پوښښ، خبرو کولو او د ټولنیزو رسنیو د کارولو دقیقه څارنه
د طالبانو دغه بندیزونه د دې لامل شوي، چې په رسنیو کې د ښځينه خبریالانو حضور پېکه شي او ان خبریالانې د خپل مسلک پرېښودو ته اړ اېستل شي.
پر رسنیو او ښځینه کارکوونکو د طالبانو یادو بندېزونو او فشارونو ډېر شمېر خبریالانې له سخت روحي او رواني وضعیت سره مخ کړې دي.
وزګارتیا، ګواښونه، ناسم اقتصادي وضعیت، په درېیمو هېوادونو کې د اوږدمهاله پاتې کېدو او ان د ځان وژنې هڅې له هغو لسګونو نورو ستونزو څخه دي، چې د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د خرابېدو لامل هم شوي دي.
په کندهار ولایت کې د غږ راډیو پخوانۍ خبریاله اریا رحمت له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، کندهار له هغو لومړنیو ولایتونو څخه و چې په رسنیو کې د ښځو پر کارونو بندېز ولګېد.
که څه هم نوموړې د طالبانو له واکمنۍ وروسته درې میاشتې خپلو رسنیزو کارونو ته دوام ورکړ؛ خو له دغې مودې وروسته د طالبانو له‌خوا د دوی د کارونو مخه ونیول شوه او له تېرو دوه نیمو کلونو راهېسې وزګاره ده.
مېرمن رحمت وایي، تر اوسه یې له هېڅ یوې ادارې مرستې نه دي ترلاسه کړي او سره له دې چې له امنیتي ننګونو سره هم مخ ده؛ خو له افغانستانه د وتلو فرصت ورته نه دی برابر شوی.


د هېواد بلې وتلې خبریالې نسرین شېرزاد بشیر چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپلو رسنیزو فعالیتونو ته دوام ورکړ، له ښځینه خبریالانو سره د طالبانو د تبعیضي چلند په اړه خبرې کوي.
نوموړې چې د افغانستان له بېلابېلو رسنیو سره شپاړلس کلنه کاري تجربه لري، وایي چې په لومړي سر کې طالبانو د دوی د سینګار پر ډول نېوکې وکړې او ویلي یې و، چې د ښځينه خبریالانو یوازې دوه سترګې باید ښکاره شي او ماسک باید وکاروي.
مېرمن بشیر وایي، تر ټولو بله اساسي ستونزه د دوی د پروګرامونو سانسور و چې ورسره مخامخ وو، ان تر دې چې له ځینو طالب چارواکو سره د دوی مرکې له دې امله نه خپرېدې چې د طالبانو د خوښې وړ خبرې به په کې نه وې.
نسرین شېرزاد بشیر وایي، په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو کار کول طالبانو ته ننګ ښکارېده ځکه یې ورځ تر بلې د دوی پر وړاندې محدودیتونه زیاتول؛ ترڅو ښځينه خبریالانې خپله د دندې پرېښودو ته اړې شي.
اغلې بشیر له هغو خبریالانو څخه ده، چې اوس‌مهال په فرانسه کې مېشته ده او د خبریالۍ له مسلک څخه یې لرېوالی ځوروي.


د ښځینه خبریالانو د ستونزو په دوام په ننګرهار ولایت کې پخوانۍ خبریاله نفیسه سحر چې اوس‌مهال په جرمني کې ژوند کوي، د خپلې څوارلس کلنې رسنېزې تجربې په اړه وایي، چې د ټولو ستونزو په زغملو سره یې د جمهوریت تر پرځېدو پورې په رسنیو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړ.
د نوموړې په خبره، سره له دې چې د طالبانو له واکمنېدو سره یې خپله دنده او ټولې هیلې له لاسه ورکړې؛ خو د خپل راتلونکي د جوړېدو په موخه یې افغانستان پرېښود.
مېرمن سحر وایي، که څه هم دې فکر کاوه چې طالبان بدل شوي او دا ځل به دغه ډله د ښځو د کار او په ټولنه کې یې د فعالیت مخه نه نیسي؛ خو دا هر څه یو خیال و او د دوو میاشتو په تېرېدو چې په وطن کې وه، د طالبانو ټول فرمانونه یوازې د ښځو په اړه و.
نفیسه سحر د رسنیو د ارزښت او اړتیا په اړه وایي، دا چې د پښتنو سیمو کې ډېری وخت ښځې بهر ته د وتلو اجازه نه لري؛ تر څو وشي کولی یوې حقوقي ادارې ته چې د ښځو د ستونزو د حل لپاره کار کوي او دوی خپلې ستونزې ورته ووایي، نو راډیو یا رسنۍ یوه اسانه وسیله وه او پر مټ یې مېرمنو کولی شو چې په اسانۍ سره خپل غږ ورسوي.
نوموړې زیاتوي، له کومې رسنۍ سره یې چې په افغانستان کې دنده ترسره کوله، دغې راډیو یوازې د ښځو لپاره فعالیتونه کول او د طالبانو په واکمنېدو سره وتړل شوه او څو کلن مزل او لاسته راوړنې یې له صفر سره ضرب شوې.


د یادولو ده چې طالبانو په ولایتونو کې د ښځینه خبریالانو پر غږ او تصویر د بندېزونو له لګولو سره سره، په ټول هېواد کې د ښځو اړوند روزنیز او ټولنیز پروګرامونه منع کړي دي.
اخوا د طلوع‌نیوز پخوانۍ خبریاله خاطره احمدي چې اوس‌مهال په کاناډا کې مېشته ده، له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د افغانستان د پرېښودو پرېکړه یې تر هغه وروسته وکړه، چې په رسنیو کې د ښځینه خبریالانو د کارونو د بشپړ بندیز اوازې خپرې شوې.
د نوموړې په خبره، د طالبانو له حاکمیت وروسته هره ورځ د ښځینه خبریالانو پر وړاندې د دغې ډلې محدودیتونه زیاتېدل، له جبري ماسکونو نېولې تر هغه چې د دوی د خپرونو د پر مخ بېولو بڼه د طالبانو تر جدي څار لاندې و.
مېرمن احمدي وایي، د طالبانو محدود ویاندویان له دوی سره مرکې ته حاضرېدل او ځيني نور طالب چارواکي به چې پوهېدل د خپرونې چلوونکې مېرمن ده، له خبرو او مرکو یې ډډه کوله.
هغه وایي، که څه هم له افغانستانه وتلې ده؛ خو په کاناډا کې د افغان خبریالانو د رسنیزو کارونو د پر مخ بېولو فرصتونه ډېر کم دي او مجبوره ده چې د خپل مسلک خلاف کارونه وکړي.


د افغان ښځينه خبریالانو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په زیاتېدو سره د خبریالانو له حقونو د دفاع ځېنو بنسټونو پراخ غبرګونونه هم درلودل؛ خو طالبانو بیا د ښځو پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړ.
په دې منځ کې د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۵مه نیټه په افغانستان کې د ښځینه خبریالانو په نوم بنسټ د یوې نظر پوښتنې پایلې خپرې کړې.
د دغې نظر پوښتنې له مخې، چې په کې شاوخوا ۲۰۰ ښځینه خبریالانو برخه اخیستې وه، ډېری ښځینه خبریالانې د وزګارۍ او په کور کې د پاتې کېدو په ګډون له روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.
د دې بنسټ مسوولانو له رسنیو سره په خبرو کې وویل:" په دغه نظر پوښتنه کې چې د ښځینه خبریالانو د بنسټ له‌خوا تر سره شوه، په مرکز او ولایتونو کې ۴۵ سلنه برخه والې په دې باور وې، چې وزګارتیا او په کور کېناستل د ښځينه خبريالانو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده."
په هرات ولایت کې یوې ځایي خبریالې د نوم د نه اخېستو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته په خبرو کې ووېل، د نظام له پرځېدو وروسته دفتر د بودجې د کموالي له امله له دندې وشړله او د دوو میاشتو تنخوا یې هم په ځلونو له مراجعه کولو وروسته ورنکړه.
نوموړې وایي، د خاوند کورنۍ یې چې د هغې د رسنیزو کارونو مخالفه وه، اوس خپل کلي ته تللای نه شي او له دې ستونزو سره سره بیا د دوو ماشومانو پالنه هم ورته سخته شوې ده.
یادې خبریالې د کوم ځانګړي سازمان د نوم له اخېستو پرته د خبریالانو پر ملاتړو بنسټونو نیوکه وکړه او وايي، چې دغو سازمانونو خبریالان له سختو شرایطو سره په افغانستان کې پرېښودل او د دغو ادارو مسوولانو خپل ځانونه او خپل خپلوان واېستل.
د نوموړې په خبره، د ناوړه روحي او رواني وضعیت له امله څو ځلې ډاکټر ته ورغلې ده؛ خو د ژوند ستونزې یې ارام کولو ته نه پرېږدي.
د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د علتونو او حل لارو په اړه مو له ارواپوه او د پوهنتون له استاد شرف الدین عظیمي سره خبرې وکړې.
ښاغلي عظیمي لومړی د خبریالانو د روحي او رواني وضعیت د لاملونو په اړه وویل: «افغان ښځینه خبریالانې په افغانستان دننه او بهر کې د ګڼو ستونزو له امله تر سخت ذهني فشار لاندې دي، چې دغه ذهني فشارونه د خبریالانو د ژور خفګان لامل کېږي او د ذهني فشار بل لامل د اړوندو ادارو له‌خوا د هغوی نه ملاتړ دی."
نوموړي د دغو فشارونو د کمولو په اړه پر ځینو حل لارو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغان خبریالانو د ستونزو لومړنۍ حل لارې د ارواحي خدمتونو وړاندې کول، د استرس مدیریت، د ډله‌ییزو جلسو جوړېدل، د شبکو له‌خوا د خبریالانو د مالي برخې په ګډون په ځینو کاري برخو کې ملاتړ او هڅول دي.
د نوموړي په وینا:« خبریالانو ته باید د ګواښ، ناورین او روحي ستونزو په وخت کې د مسلکي ارواپوهانو له‌خوا مشوره ورکړل شي؛ ترڅو درملنه یې وشي. خبریالانو ته باید ورکشاپونه، پروګرامونه، سیمینارونه او تګلارې وښودل شي؛ ترڅو روحي ستونزې یې حل شي او انعطاف پذیري یې لوړه کړي، د خبریالانو ملاتړ هم کولی شي د خبریالانو د سلامتیا په برخه کې مرسته وکړي او د هر ناورین پر وړاندې د درېدو په اړه باید خبریال ته پوهاوی ورکړل شي.»
د ښځينه خبریالانو ستونزې یوازې په افغانستان کې نه خلاصه کېږي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان د راپور له مخې، د سیمې په هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې د خبریالانو بیا په ځانګړې توګه د ښځینه خبریالانو وضعیت تر هغه هم بدتر دی، چې راپورونه یې د رسنیو له‌خوا خپرېږي.
دغه سازمان د بې پولې خبریالانو د موندنو له مخې لیکلي، چې اوس‌مهال شاوخوا دوه سوه خبریالان په پاکستان، اروپايي او امريکايي هېوادونو ته د خپلې کډوالۍ اړوند کارونو پایلو ته په تمه دي.
په پاکستان کې مېشتې خبریالانې بیا د اړوندو ادارو له‌خوا د دوی د کډوالۍ قضیو پر نه چټکتیا نېوکه کوي او وایي، چې په دغه هېواد کې په قانوني توګه اوسېدل سخت دي؛ ځکه پاکستان افغانانو ته په اسانۍ سره وېزې نه ورکوي او غیر قانوني کډوال هم په جبري توګه باسي.
په پاکستان کې د طلوع نیوز یوه پخوانۍ خبریاله د نوم د نه ښودلو په شرط وایي، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امریکایانو په واسطه په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته په دې موخه ولېږدول شوه؛ ترڅو په یوه میاشت کې امریکا ته انتقال شي، خو پاکستان ته په راتګ سره اړوندې امریکایۍ ادارې تر خپل ملاتړ لاندې ټول کسان بې برخلیکه پرېښودل او دوی خپله وتښتېدل.
نوموړې چې له خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سره له افغانستانه وتلې، له شاوخوا دوو کلونو راهېسې په غیر قانوني توګه په دغه هېواد کې اوسېږي.
یاده خبریاله وایي، په افغانستان کې یې خپل کور او هر څه له لاسه ورکړل او بیا ځلې د تګ هیڅ کومه هیله نه لري او په پاکستان کې هم د ویزو د بیو د زیاتوالي له امله و نه توانېده، چې له تور بازار څخه ویزې ترلاسه کړي.
نوموړې وایي، سره له دې چې په ځلونو یې په قانوني توګه د وېزو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې؛ خو د نامعلومو لاملونو له امله یې غوښتنه رد شوې ده.
دغه خبریاله زیاتوي، که څه هم له شپږو میاشتو راهېسې یې له یوې خصوصي رسنۍ سره له کور څخه کارونه پیل کړي دي؛ خو په دغه هېواد کې د غیر قانوني اوسېدو له امله وېرېږي، چې د دې هېواد د پولیسو له‌خوا و نه اېستل شي.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته هرې بنسټیزې ادارې زیان وکړ او ډېرې یې له منځه ولاړې؛ خو د رسنیو پر وړاندې د طالبانو سخت دریځه چلند ځکه ډېر انعکاس لري، چې شاوخوا ۹۰ سلنه بندیزونه په رسنیو او ښځینه خبریالانو وضع شول.
له کابله یوه افغانه خبریاله چې اوس‌مهال هم په یوې خصوصي رسنۍ کې د خبریالې په توګه کار کوي، د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته د خبریالانو او د رسنیو د وضعیت په اړه د هغه څه په اړه معلومات ورکوي، چې ډېر کم رسنیز شوي دي.
نوموړې وایي، هیڅ یو طالب چارواکی د مرکو او د معلوماتو د شریکولو لپاره د ښځینه خبریالانو زنګ او مسج ته ځواب نه وایي.
یاده خبریاله وایي، د خبري غونډو بلنلیکونو کې واضح لیکل کېږي چې یوازې په دې پروګرام کې نارینه برخه اخیستی شي او د ښځو لپاره کوم مشخص ځای نشته.
نوموړې زیاتوي، د پاسپورټ ریاست ته د راپور جوړولو په موخه تللې وه او کله چې د خلکو غږونه او ویډيوګانې یې اخېستې د طالبانو له‌خوا ونیول شوه او ټول وسایل یې ترې د څارلو په موخه واخېستل شول.
شاوخوا درې ساعته طالبانو تر خپل نظر لاندې نیولې او دې ته یې اجازه نه ورکوله، چې له خپل دفتر یا کورنۍ سره اړیکه ونیسي.
دغه خبریاله وایي، طالبانو له درېیو ساعتونو وروسته هغه مهال خوشې کړه چې د کمرې او مبایل ټول مواد یې ورته پاک کړل.
یاده خبریاله زیاتوي، له څه مودې راهېسې د طالبانو استخباراتو د ټولو رسنیو د کارکوونکو نوملړ غوښتی او هر یو نوی کارکوونکی یا کارکوونکې چې د رسنیو له‌خوا ګومارل کېږي، معلومات یې باید لومړی د طالبانو استخباراتو ته ورکړل شي.
نوموړې وایي، په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې ډېر شمېر خبریالانو د خبریالانو له ملاتړو بنسټونو سره په ځلونو غونډې کړې او د ښځینه خبریالانو ستونزې یې له دغو ادارو سره شریکې کړې؛ خو هیڅ یوه بنسټ ونشو کړای دغو شته ناخوالو ته رسېدنه وکړي، ځکه دغه ادارې هم د طالبانو تر اثر لاندې کار کوي او که غږ پورته کړي دفترونه یې بندېږي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو او د خبریالانو د ملاتړو د هغو بنسټونو د مسوولانو نظر هم واخلو، چې اوس‌مهال په هېواد کې فعاله دي؛ خو بریالي نه شو.