د طالبانو له‌خوا د لګول شویو بندیزونو سره، سره یو شمېر کابل ښاریانو د مارچ اتمه ونمانځله

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

یو شمېر کابل مېشتي وایي، چې د طالبانو د بندیزونو او اقتصادي بد وضعیت سره، سره دوی د ښځو سره د پیوستون نړۍواله ورځ په خپلو کورونو کې ونمانځله او یو بل ته یې ډالۍ هم ورکړې.

د کابل ښار یوه اوسېدونکې غوټۍ ګومل‌واله وایي، چې نن یې خاوند ورته د سپینو زرو ګوتمۍ ډالۍ کړه: موږ په خپل کور کې هر کال د مارچ اتمه نمانځو. خاوند او زامن مې را ته ډالۍ راکوي؛ خو اوس چې اقتصادي حالت مو ښه نه دی بیا مې هم خاوند را ته د سپینو زرو یوه کوچنۍ ګوتمۍ ډالۍ کړه، چې زه پرې ډېره خوشاله شوم.
هغې زیاته کړه، چې یو زوی مې را ته یوه غنچه تازه ګلونه راوړل او مشرې لور مې هم راته یوه جوړه بوټونه ډالۍ کړل.
تر دې وړاندې به هر کال په دغې ورځ د کابل په ډېرو برخو او ادارو کې سترې غونډې جوړېدې او پر ښځینه کارکوونکو ته به ډالۍ وېشل کېدې.
یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې سږ کال هم په یو شمېر خصوصي ادارو کې دغه ورځ پټ په پټه ونمانځل شوه او یو شمېر مخکښې کارکوونکې وستایل شوې؛ خو نه دا خبره تر رسنیز پوښښ لاندې راغله او نه هم په هغه پخواني برم او شوکت سره ونمانځل شوه.
له هغه مهاله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې؛ نو یواځینۍ موخه یې پر ښځو د بندیزونو لګول او له ټولنې څخه د هغوی څنډې ته کول وو.

ګڼ خلک وایي، چې طالبان له مېرمنو وېره لري؛ نو ځکه یې تر دې مهاله پر هغوی د بندیزونو لګولو په لړ کې تر پنځوسو زیات فرمانونه صادر کړي دي.
طالبان د مارچ اتمه او دې ته ورته ورځې چې نمانځل یې په خلکو کې له پخوا زمانو راهیسې دود ول، بهرنۍ دسیسې او پالیسي ګڼي او دغه شان نمانځنې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې بولي.
یو شمېر کابل مېشتي وایي، چې نن هم د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د کابل ښار د ګل پلورونکو په شاوخوا کې ګزمې کولې چې څوک ګلان و نه پېري او د ډالیو په توګه یې پر مېرمنو و نه وېشي.

نور خبرونه

رادیو