افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه ښځه د ماشوم د زېږون پر مهال پکې مري.

دا څرګندونې د ملګرو ملتونو سازمان وياند سټېفن ډوچارېک د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په پیل کې کړې وې.

همدا راز، د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۳ کال د فېبرورۍ په میاشت کې په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د دې هېواد تر شپږو ګاونډیو لوړه ده او د میندو د روغتیا د لا خرابیدو ویره شته.

د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د ګراف په اړه چې له ۲۰۲۱ میلادي کال څخه راپه دیخوا ډېر شوی یا کم شوی، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وپوښت، خو زموږ پوښتنو ته یې ځواب را نه کړ.

بل خوا، له توکیو خپرېدونکې جاپان ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو مړینې پر موضوع د یو راپور په خپرولو سره یې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو پر مړینې ژور خپګان ښودلی او دا حالت یې زړه بوږنوونکی بللی دی.

راپور زیاتوي، چې ، په افغانستان کې وروستي اقتصادي کړکېچ د ماشوم زېږونې پر مهال د مېندو لپاره ګواښونه زیات کړي دي. «هغه ښځې چې پخوا به یې عامه زېږنتونونو ته مراجعه کوله اوس په کور کې ماشومان زېږوي، ځکه چې پیسې نه لري.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت پخوانې مالي او اداري مرستیاله وایي، د ۲۰۲۰ میلادي کال د راپور له مخکې په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې کچه په هرو سل زرو کې ۶۳۸ تنه ښودل شوې ده.

دوکتورماموسۍ زیور زیاتوي، د ۲۰۲۱ اګست میاشتې راپدیخوا چې طالبانو افغانستان بیا ونیو، داسې کوم علمي سند نشته چې څرګند کړي د مور مړینه د زېږون پر مهال ډېره شوې ده.

اغلې زیور وایي، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د ملګر ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" له خوا یوه ګډه سروي ترسره شوې چې هلته یې د زېږون پر مهال د مړینې ارقام نه دي واضیح کړي.

دوکتور زیور د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د علتونو په اړه وایي، په تېر حکومت کې ډېرې قابلې روزل شوې وې او په صحي مرکزونو کې په کار بوختې وې خو اوس د ښځینه صحي کارکوونکو د کمښت یا هم نه شتون له امله ښځې صحي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

پر ښځو د زده کړې او کار بندیزونه، د مېرمنو محدودیدل په محرم پورې او خراب اقتصادی وضعیت چې ډېرې میندې حتی صحي مرکزونو ته د تګ پر مهال د لارې کرایه هم نه لري، هغه علتونه دي چې د زېږون پر مهال د میندو د مړېنې سبب ګرځي.

د بې سرحده ډاکټرانو ویاندې برین پروساک هم ویلې، چې د طالبانو له خوا د ښځو په تعلیم او کار باندې بندیزونه، د ښځو روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیسي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د روان کال د جنورۍ په ۲۴مه یو راپور کې ویلي و چې په ټول افغانستان کې ۱۱۹ زره افغانان پر سختې ساه بندۍ ناروغۍ اخته شوي دي.

دا ارزونه چې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ تر ۲۰ مې نېټې ترسره شوې د سختې ساه تنګۍ د اخته شویو ټلو ناروغانو له ډلې ۵۸ زره او ۷۵۶ تنه یې ښځې او پاتې نور یې ماشومان دي.

دا حالت څرګنده وي چې د طالبانو په راتګ سره ښځې د ژوند په هره برخه کې زیانمنې شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په ۲۰۲۰ میلادي کال په یوه راپور کې ویلي و، چې افغانستان د ماشوم یا مور لپاره په نړۍ کې یو له خطرناکو ځایونو څخه دی او روغتون یا روغتیایی مرکزونو ته لاسرسی د ډیری خلکو له لاسرسۍ بهر دی.

دغه هېواد په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري او هر کال په زرګونو افغان میرمنې د امیندوارۍ اړوند لاملونو له امله مري، چې ډیری یې په اسانۍ سره مخنیوی کیدی شي.

د روغتيا نړۍوال سازمان د شمېرو له مخې چې په ۲۰۱۷ کال کې خپرې شوې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زيږونونو پر مهال ۶۳۸ ميندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په داسې حال کې چې په امريکا کې د ورته شمېر زيږونونو کې ۱۹ ميندې مري. د راپورونو له مخکې، شاوخوا څلوېښت سلنه افغان مېندې کورونو کې ماشومان زېږوي؛

خو په کلیوالي سیمو کې بیا د هغو مېندو شمېر چې کورونو کې ماشومان زېږوي تر اتیا سلنې پورې رسېږي، چې ډېر ځله ورسره په زېږون د کورنۍ مشرانې ښځې مرسته کوي او یا یوازې ماشوم زېږوي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د درملو د کمښت، د ډاکټرانو د نشتوالي او کافي بودجې د نشتوالي له امله اندېښنې په داګه کړې وې.

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه خپور شوي راپور کې ویلي، اټکل کېږي چې ۲۰۲۴کال به یو ننګونکی کال وي؛ ځکه چې د افغانستان روغتیایي سیسټم په ټولو برخو کې د بودجې د کمښت او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې ۱۸.۴ مېلیونه خلکو روغتیایي مرستو ته اړتیا درلوده؛ خو دغه شمېره په ۲۰۲۴ کال کې ۲۳.۷ مېلیونو ته لوړه شوې ده.

خو تازه د اسلامي پراختیايي بانک افغانستان ته د شاوخوا یو نیم ملیون ډالرو په ارزښت مالي مرسته اعلان کړې چې د بانک دغه مرسته به په لرو پرتو سیمو کې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا او سلامتیا لپاره کارول کېږي.

نور خبرونه

رادیو