د خبریالانو د ملاتړ سازمان: په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې نه‌شته

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

د جمهوریت له سقوط او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د خبریالانو او د رسنیز ډګر د وضعیت په اړه د خبریالانو د ملاتړ سازمان په خپل یوه تازه خپور شوي راپور کې لیکلي، چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې دمګړۍ هیڅ خبریاله یا ښځینه کارکوونکې په رسنیزو چارو بوخته نه ده.

راپور کې راغلي، دا واقعیت د دې ښکارندویي کوي چې په افغانستان کې د ښځو غږ چې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي، ټپ شوی دی.
په راپور کې ویل شوي، چې د ټولو ۲۴۸ ټلویزیونونو څخه اوس‌مهال ۶۸ ټلویزیوني شبکې، له ۴۳۸ راډیوګانو څخه ۲۱۱ راډیوګانې، له ۹۱ ورځپاڼو څخه ۱۱ چاپي ورځپاڼې پاتې دي او شاوخوا ۶۰۰ ښځینه خبريالانې اوس‌مهال پر دندو بوختې دي.
راپور زیاته کړې، چې د افغانستان دننه اوس‌مهال رسنۍ له سانسور، محدودیتونو او خنډونو سره مخامخ دي.
دوی وایي، چې لاهم په افغانستان کې خبریالان نیول کېږي او له وهلو ټکولو سره مخ کېږي.
راپور کې راغلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته خبریالان او د رسنیو کارکوونکي مالوماتو ته لاسرسی نه لري، د خبریالانو خپل سرې نیونې، د کاري خوندیتوب نشتوالی، اقتصادي ستونزې، هغه نور څه دي چې د رسنیو کارکوونکي په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانې ورسره مخامخې دي.
د راپور له مخې، ډېری ښځینه خبریالانې یا له کاره ګوښه شوي او یا هم دې ته اړ اېستل شوې چې دنده پرېږي.
راپور کې راغلي، چې شاوخوا ۹۵ سلنه رسنیو خپلو ښځینه کارکوونکو ته ځواب ورکړی دی.
راپور زیاته کړې، چې نن سبا په رسنیو کې د ښځو او کورنیو لپاره ان روغتیایي خپرونې او سپارښتنې هم بندې شوې دي.
راپور وایي، که څه هم په ګاونډیو هېوادونو کې د جلاوطنه افغانان خبریالانو کره شمېره نه ده مالومه؛ خو د بې پولې خبريالانو د راپور له مخې، دا مهال یوازې په پاکستان کې شاوخوا ۲۰۰ خبریالان درېیمو هېوادونو ته د مېشتېدو په تمه دي.

نور خبرونه

رادیو